Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله:د غني د سولې طرحه تر ډېره یوه هیله ده

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د سولې اړوند د ولسمشر اشرف غني طرحه تر ډېره یوه هیله بولي نه سولې ته د رسېدو تګلار.

اجراییه رییس طلوع نیوز ته ویلي، لومړی باید د سولې اراده رامنځته شي او له هغې وروسته په یوه جامع طرحه کار وشي.

ښاغلي عبدالله همدارنګه وویل چې د دغې طرحې په اړه دننه په حکومت او نه هم له حکومته بهیر سیاستوالو سره مشوره شوې ده.

 اجرایه رییس عبدالله عبدالله په دې اړه څرګندوي:«هغه طرحه چې پرې بحث کېږي، د دې پرځای چې یوه ټولیزه طرحه وي، تر ډېره توضیحات دي. د هیلو یوه برخه ده چې لېست شوي او دننه په حکومت کې پرې بحث نه دی شوی.»

عبدالله عبدالله وايي چې د یوه پروګرام تر جوړیدو مخکې باید د سولې اراده رامنځته شي.

ښاغلي عبدالله زیاتوي:«د سولې لپاره، کله چې یو سیاستوال ګام اخلي لومړنی ټکی باید پر هغه (سولې) باور ولري، سولې ته سیاسي هوډ او اراده ولري او بیا د سیاسي هوډ او ارادې ترڅنګ طرحه هم لازمه ده.»

څو ورځې مخکې طلوع نیوز له طالبانو سره د ولسمشر غني د سولې طرحې یوې نسخې ته لاسرسۍ پيدا کړ. چې دغه طرحه اووه پړاونه لري او په دغو اوو پړاونو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو، د دغو ځواکونو له وتلو وروسته له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې همکارۍ، د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو پيل، د ښکېلو لورو ترمنځ اوربند، د افغانستان د ټولو برخو خلکو ته رسېدنه او په راتلوونکو سیاسي جوړښتونو کې د خلکو پر ونډې بحث شوی دی.

خو اجراییه رییس وايي د هرې طرحې د رامنځته کېدو لپاره اړینه چې له مختلفو لورو سره مشوره وشي:«پر سولې باور، پر دې باور چې د افغانستان خلک دا خپل بنسټيز ضرورت ګڼي د پیل ټکی دی؛ له هغې وروسته ټول مسایل راځي. د هغه څه په اړه چې د سولې تر نامه لاندې عنوان شوي، د هغه قضاوت خلکو ته پرېږدو. له هماغه پيله، د دغه کار لومړنی لازمه چې د حکومت پر کچه باید بحث شوی وای، له سیاستوالو سره بحث شوی وای؛ وینو چې یوه نیمګړتیا او کمي شتون لري.» 

اجراییه رییس دې ته په ځواب کې چې ایا د سولې موضوع دې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته تعقیب شي وویل: په هېڅ صورت نه! د سولې موضوع، هغه مسله ده چې د افغانستان خلک ورته اړتیا لري او ټاکنې هم یو ترسره شوی واقعیت دی، د ټاکنو روڼتیا له تامین،او د پروسې د رڼوالي او د پاکو رایو پایلو او د برخلیک تعیین په اړه باید یوه شېبه هم بې پروايي ونه شي. خو په دې لړ کې چې هر کله یوه موکه رامنځته کېږي چې سولې ته د رسېدو په برخه کې له موږ سره مرسته کوي باید له هغې استفاده وشي. زه په دې باور یم چې پرېږدئ - لکه څرنګه چې په دې باور نه وم چې په تمه واوسو چې د سولې خبرو پایله مالومه شي، بیا ولاړ شو د ټاکنو په لور - ( سوله له ټاکنو وروسته وشي) په دواړو لارو کې باید هڅه وشي.

اخوا د ګلبدین حکمتیار حزب اسلامي وایي چې اړتیا ده په لومړي سر کې یو ټول ګډونه پلاوی جوړ شي او وروسته دا پلاوی د سولې پر یوې پراخې او ملي طرحې کار وکړي.  
    
د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي د مشرتابه شورا غړی همایون جریر په دې اړه وویل:«باید د ولسمشر او د هېواد سترو سیاستوالو یوه ګډه ځواکمنه او واک لرونکې شورا رامنځته شي. هغوی طرحه جوړه کړي - او یوه ملي طرحه وي.»

د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې کابو دوه میاشتې مخکې، له هغې وروسته کله چې د ټرمپ له خوا وردول شوې، تراوسه له سره نه دي پیل شوي؛ که‎څه هم د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نړۍ او سیمې هېوادونو ته د خپل سفر تازه پیر پیل کړی دی.

خلیلزاد تېره اوونۍ له اسلام اباد څخه کابل ته راغلی.

څو ورځې مخکې طلوع نیوز له طالبانو سره د ولسمشر غني د سولې طرحې یوې نسخې ته لاسرسۍ پيدا کړ. چې دغه طرحه اووه پړاونه لري.

شریک یي کړئ