Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله او مایک پنس د امریکې د نوې تګلارې په اړه خبرې اترې وکړې

د افغان حکومت اجرايیه رییس عبدالله عبدلله، د جمعې په ورځ د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس سره، په سینه ماڼۍ کې ولیدل.

اجرايیه ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغې لیدنه کې ښاغلي پنس په افغانستان کې پر لاسته راغلیو پرمختګونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغې لیدنه کې ښاغلي عبدالله له ولسمشر ټرمپ او د هغه له مرستیال، د امریکا له حکومت او خلکو څخه له افغانستان سره د مرستې او د امریکا د نوې تګلارې د اعلان له امله مننه وکړه.

ښاغلي عبدالله په دې اړه څرګنده کړه:«حکومت او د افغانستان خلک له نوې تګلارې څخه ملاتړ کوي او هغه د افغانستان او سیمې لپاره یوه نوې موکه بولي.»

د هېواد اجرايي رییس د افغانستان امنیتي وضعیت ته له اشارې سره وویل:«اوس د افغانستان وسله‎وال ځواکونه د قربانیو او ډېرو ستونزو له زغملو سره په خپلواکه توګه د هېواد د دفاع مسوولیت په غاړه لري او د طالبانو، القاعدې او داعش ډلو شوم پروګرامونه په افغانستان کې له ناکامۍ سره مخ کوي.»

هغه څرګنده کړه:«د ترهګرو د پټن‎ځایونو ستونزه تراوسه هم یوه جدي ستونزه ده او هیله لرو چې پاکستان د دغو پټن‎ځایونو په له منځه وړلو کې همکاري وکړي.»

په همدې حال کې د امریکا د ولسمشر مرستیال د ترهګرو په وړاندې د افغان امنیتي مبارزه ستايي.

ښاغلي پنس زیاته کړه:«غواړم چې له ترهګرۍ ، طالبانو، القاعدې او داعش سره په مبارزه کې ستاسو د ځواکونو له مېړانې ستاینه وکړم.»  

له دې ټولو سره، ښاغلی پنس وايي چې په افغانستان کې د امریکې د نوې تګلارې له پایلو راضي دی.

پنس وویل چې د امریکا متحده ایالات د ملي یووالي حکومت د ملاتړ او همدارنګه په افغانستان کې د ثبات لپاره ژمن دي.

په دغې غونډه کې همدارنګه د افغانستان د سیمه‎ییزو اړیکو، په رڼه توګه د ټاکنو په ترسراوي، اقتصادي وضعیت، په بېلابېلو برخو کې پر اصلاحاتو، له فساد سره مبارزه، د ترهګرو د پټن‎ځایونو په له‎منځه وړلو او د سولې د مذاکراتو پر هڅو خبرې اترې او بحث وشو.

شریک یي کړئ