Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د شانګهای سازمان همکاري وغوښته

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن له غرمې مخکې (شنبې د لړم په ۱۱مه) د شانګهای همکاریو سازمان په اتلسمه سرمشریزه کې په خپله وینا کې، د دغه سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې لاس په کار شي.

د شانګهای د همکاریو سازمان اتلسمه سرمشریزه د دوه ورځو لپاره د ازبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړه شوې وه.

ښاغلي عبدالله په دغې غونډه کې وویل:«موږ وړاندیز کوو څو د شانګهای همکاریو سازمان په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د دغې ښکارندې د مخنیوي لپاره تګلاره غوره او په ګډه توګه کار وکړي.»

اجراییه رییس زیاته کړه چې افغانستان له ترهګرۍ د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او اړتیا ده چې په دې برخه کې د نړۍ او سیمې هېوادونه له افغانستانه ملاتړ وکړي.

له دې ټولو سره ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې روانې دي او د دغو هڅو بریا، په افغانستان کې داخلي اجماع او د افغان سولې بهیر کې د دخیلو هېوادونو مرستې ته اړمنه ده.

هغه همدارنګه څرګنده کړه:«افغانستان کې سولې ته د رسېدو ، دتاوتریخوالي او جګړې د پای لپاره هڅې دوام لري. د افغانستان خلک له هغو هڅو چې په عادلانه، دایمي او اعتبار لرونکې سولې پای شي، ملاتړ کوي. سولې د ته د رسېدو لپاره ټول لوري باید د خلکو غوښتونو او ارادې ته ژمن وي. موږ د سولې ته د رسېدو په برخه کې د کورنۍ اجماع د پیاوړتیا لپاره هڅه کوو. او هیله لرو چې له ټولو نړیوالو او سیمه‎ییزو لورو سره چې د سولې د سم لوري لپاره هڅې کوي په ګډه کار وکړو.»

ښاغلي عبدالله د امریکا، اروپايي ټولنې، روسیې او نورو هېوادونو څخه چې د سولې د ټینګښت په درشل کې له افغانستان سره همکاري کوي ستاینه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د سولې لیرې لید روښانه نه دی؛ که‎څه هم د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د خپل سفر نوی پړاو پیل کړی دی او همدارنګه ولسمشر غني هم اووه پړاويي طرحه چمتو کړې ده.

لا څرګنده نه ده چې ایا د طالبانو او امریکا ترمنځ درول شوې خبرې به له سره پیل شي او که نه او یا هم طالبان به حاضر شي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي. 

شریک یي کړئ