Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: د امریکا د مرستې دوام د افغانانو لپاره ځانګري اهمیت لري

عبدالله عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت داعلامیې او افغانستان سره د دغه هېواد د یو میلیارد دالرو مرستو کمولو په غبرګون کې وایي، چې هېواد کې د سولې او ملي ګټو تامین لپاره د امریکا مرستې د افغانستان خلکو ته ځانګړی اهمیت لري.

ښاغلي عبدالله د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې« کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سفر هېواد کې د سیاسي کړکېچ هواري لپاره ښه فرصت رامنځ ته کړ، خو له بده مرغه چې ترې سمه استفاده ونه شوه.»

  د عبدالله عبدالله اعلامیې زیاته کړې:«یو ځل بیا د افغانستان خلکو ته ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌‌ډ ورکوو چې موږ د ستونزې د هوارۍ لار په خبرو کې وینو او همداراز هېواد کې د سولې تامین د امنیتي او دفاعي ځواکونو بشپړه بې طرفي هر ‌‌‌‌‌‌ډول شرایطو کې لومویتوب بولو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپيو تېره ورځ د غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي په موخه کابل ته راغی او ورورسته یې اعلان وکړ چې له دواړو خواوو سره یې خبرې بې پایلې وې.

له دغه سفره وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په خپرولو سره وویل چې امریکا به، افغانستان سره یو میلیارد دالره مرسته وځن‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډوي.

امریکا هر کال له افغانستان سره نېږدې پنځه میلیارده ‌‌‌‌‌‌ډالره مرسته کوي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې یو میلیارد دالره نور به بل کال قطع کړي.

امریکا هر کال له افغانستان سره نېږدې پنځه میلیارده ‌‌‌‌‌‌ډالره مرسته کوي.

شریک یي کړئ