د هېواد اجراییه مشر عبدالله عبدلله نن دوشنبې (د غبرګولي په ۲۷ مه) د وزیران شورا په غونډه کې ګواښ وکړ چې د هېواد له بندخونو د طالب بندیانو له ازادېدو څخه دې کمپایني ګټه وانهخیستل شي.
ښاغلي عبدالله په دې اړه وویل:«د طالب بندیانو ازادول د ښه نیت له امله دي. البته کهچېرې دا ډول اقدامات کمپایني بڼه غوره کړي او ټاکنیزو سیالیو پورې وتړل شي، بیا هغه خپله اصلي اغېزه له لاسه ورکوي.»
ولسمشر غني کابو درې اوونۍ مخکې د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د ۹۰۰ طالب بندیانو د ازادېدو حکم صادر کړ. تراوسه څه باندې ۵۰۰ طالب بندیان د هېواد له بندخونو ازاد کړل شوي دي.
خو عبدالله عبدالله ټینګار کوي چې د سولې بهیر د چا شخصي بحث نه دی بلکې د افغانستان د خلکو غوښتنه ده.
هغه څرګنده کړه:«سوله په یوه کس پورې تړاو نهلري او یو کس نه شي کولای د سولې اتل شي، د افغانستان خلک د سولې ټینګښت غوښتونکي دي او د افغانستان د خلکو له غوښتنو باید سالمه نمایندهګي وشي.»
بلخوا ښاغلي عبدالله تېره اوونۍ په تاجکستان کې د (سيکا) غونډه کې خپل ګډون ته په اشارې سره وویل چې د سولې او اوسنیو ګواښونو په اړه د هېوادونو ترمنځ یوه اجماع رامنځته شوې او دا یو شه فرصت دی څو له طالبانو سره د خبرو اترو زمینه برابره شي.
له دې ټولو سره ښاغلي عبدالله د خواشینۍ له څرګندونو سره څرګنده کړه چې سولې ته د رسېدو لپاره د افغانانو هیلې پوره شوې نه دي.