Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالله د ترهګرۍ په وړاندې د هېوادونو پر ګډې مبارزې تینګار وکړ

د افغانستان د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د جمعې په ورځ د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبې ښار کې د شانګهای د همکاریو سازمان د حکومتونو په سرمشریزه کې د وینا پر مهال د ترهګرۍ په وړاندې د هېوادونو پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ.

هغه وویل هغه ترهګري چې د افراط پالنې او جلا غوښتنې له خوځښتونو سره تړلي دي یو له هغو ننګونو دي چې افغانستان په سیمه کې ور سره مخ دی.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې افغانستان د هغه هېواد په توګه چې د دغو جګړو په لومړۍ کرښه کې دی، له ترهګرۍ او افراط پالنې سره د جګړې ډېری ستونزې ګالي.

د هغه په وینا، د پټن‎ځایونو شتون او هغه ملاتړې شبکې چې د نشه‎يي توکو د قاچاق په واسطه تمویلېږي ډېریو دغو ډلو ته د ژوند د شاه‎رګ په توګه عمل کوي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله په دې اړه څرګنده کړه:«لکه‎څرګنده چې تاسې پوهېږئ موږ له ټولو هغو ملتونو سره چې په دغې پېښه کې دخیل دي په ځانګړې توګه له پاکستان سره له نږدې کار کوو څو د دغو جریانونو پټن‎ځایونه او د ساه اخیستلو او ودې ځایونه، چې د مالي مرستې زمینه، ګمارنې، فکري روزنې – اېډیالوژيکه روزنه، روزنه، د بشري ځواک رامنځته کول او لوژسټیک چې د ټولې سیمې د بې‎ثباته کولو لپاره هغوی ته برابرېږي. له‎منځه یوسو. افغانستان کې د مرګ ژوبلې شمېر د دغې پېښې شاهدي ورکوي.»

ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې افغانستان د سیمې له هېوادونو غواړو چې له ترهګرۍ سره مبارزه کې په ګډه همکاري وکړي.

هغه وویل:«موږ د تل په څېر له خپلو سیمه‎ییزو دوستانو غواړو او ټینګار کوو چې د ترهګرۍ، افراط پالنې او جلا غوښتنې په وړاندې جګړه ګډې هڅې، همکارۍ او همغږۍ ته اړمنه ده. په لومړي ګام کې موږ باید له هر ډول ترهګرۍ سره یو شان چلند وکړو. باید د ښه او بدو ترهګرو ترمنځ د توپير تېروتنه ونه کړو.»

د سولې لپاره د افغان حکومت هڅې

ښاغلي عبدالله په خپله وینا کې د سولې په اړه د افغان حکومت د هڅو په اړه هم یادونه وکړه او وې ویل چې کابل د سولې د خبرو اترو د په مخ بیولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړه:«ملي یووالي حکومت د افغانانو په مالکیت او مشرۍ سولې او پخلاینې ته د رسېدو په پار خپلو هڅو ته دوام ورکوي. د دغه کال په لومړیو کې موږ د سولې او د مجدد ادغام لپاره ټولیزه طرحه وړاندې کړه چې د نړیوالې ټولنې له خوا یې هم ملاتړ وشو. په ورته وخت کې موږ له خپلو هېوادوالو، د هغوی له حقونو او لاسته راوړنو کله چې تر یرغل لاندې راشي دفاع او ملاتړ یې کوو.»

د هېواد اجراییه رییس وویل چې افغان حکومت به د سوداګرۍ پراختیا، ټرانزیټ، اړیکو، پانګونې، له بې وزلۍ سره د مبارزې لپاره د برېښنا لېږد، بېکارۍ او د سیمې د نږدې والي لپاره د سیمې د نښلون د طرحو له لارې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه