Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالله: د جرګې هېڅ کمېټې د بندیانو له ازادولو سره مخالفت ونه کړ

د مصالحې عالي شورا او د سولې مشورتي لویې جرګې رییس عبدالله عبدالله چې نن له غرمې وروسته د دغې جرګې د کاري کمېټو د کار په پای کې وینا کوله وویل چې هېڅ کمېټې په پرېکنده توګه د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو له ازادولو سره مخالفت نه دی کړی.

د سولې مشورتي لویه جرګه، تېره ورځ پيل شوه او ټاکل شوې ده چې سبا ته هم دوام ولري. د دغې جرګې ۳۲۰۰ ګډون کوونکي، حکومت ته د ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادولو په اړه چې په درنو جرمونو تورن دي د ازادولو او نه ازادولو په برخه کې مشوره ورکوي.

د دغې جرګې ګډون کوونکي، په ۵۰ کمېټو کې د دغو طالب بندیانو د ازادولو په اړه پر دوه پښتنو سلامشوره کوي چې ټاکل شوې ده د دغې سلامشورې پایله سبا ته په یوه پرېکړه لیک کې له خلکو سره شریک شي.

د ښاغلي عبدالله دفتر وايي چې د لویې جرګې کمېټو د طالبانو د بندیانو له ازادولو سره هوکړه کړې خو په دې شرط چې نړیواله ټولنه په هېواد کې د خبرو اترو د بریا او تلپاتې سولې تامین ضمانت وکړي.

عبدالله عبدالله ټینګار وکړ که چېرې دغه ۴۰۰ طالب بندیان ازاد شي، د خبرو اترو لومړنی پړاو به په قطر کې ترسره شي. تېره ورځ ولسمشر وویل چې د دغو بندیانو له ازادولو درې ورځې وروسته له طالبانو سره به مخامخ خبرې پیل شي.

افغان حکومت تراوسه د ۵۰۰۰ زره طالب بندیانو له ډلې ۴۶۰۰ تنه بندیان ازاد کړي دي، خو ویل کېږي چې د ۴۰۰ طالب بندیانو چې د جنايي، غلا، وژنې او انسان تښتونې او اخلاقي جرمونو له امله په زندان کې دي، د ازادولو واک نه لري، او په دې اړه باید لویه جرګه پرېکړه وکړي.                      

شریک یي کړئ