د حکومت اجراییه رییس د برېښنایې پېژندپاڼو له وېش سره له مخالفت وروسته، نن یو ځل بیا په تلویحي توګه نغوته کوي او وايي چې د حکومت مشران باید داسې پرېکړې ونه کړي چې ناوړه پایلې ولري.
ښاغلي عبدالله چې نن په ارګ کې له افغانستان څخه د پخواني شوروي د سر پوځ د وتلو د ۲۹ مې کلیزې په لمانځغونډه کې وینا کوله، ټینګار وکړ چې باید د هېوادوالو له غوښتونو سره بې پروايي ونهشي.
هغه زیاته کړه:«په دغه حساس وخت کې یوه نه ارزول شوې خبره، یو نه ارزول شوی اقدام او د خلکو د غوښتنې پرخلاف، کولای شي یوه بله ننګونه رامنځته کړي. موږ باید هڅه ونه کړو چې د کړکېچ له خوا کړکېچ ته ولاړ شو. کهچېرې چا او یا کسانو فکر کړی چې د کړکېچ له رامنځته کولو سره کولای شي پر خپلو نیمګړتیاو سرپوښ کېږدو؛ ستره تېروتنه ده.»
اخوا د ولسمشر دویم مرستیال وايي اساسي قانون د افغانستان د اوسېدونکو پېژاند روښانه کړی او که د اساسي قانون پر ضد کوم ګام پورته شي دا به د زیاتو افغانانو د غوښتنو پر خلاف وي.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش زیاتوي:«زه د ملي یووالي حکومت او سیاسي خوځښتونو له مشرانو غواړم چې په ټولو حالاتو کې حتا د جګړې په حالت کې هم د هېواد اساسي قانون او په دغه قانون کې ټول لیکل شوي توکي د خپلو سرو کرښو په توګه وشمېري.»
دوه ورځې مخکې ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان وکړ چې ولسمشر او لومړۍ مېرمنې او ځينو نورو حکومتي چاروکو د لومړي ځل لپاره د برېښنايي پېژپاڼو د اخیستو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي. خو اجراییه ریاست له ځنډ پرته غبرګون وښود او له دغه کار سره یې مخالفت وکړ.
له دې سره جوخت د جمعیت اسلامي ګوند یو تن مشرتابه غړي واقف حکیمي هم د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش له بهیر سره مخلفت وکړاو په دې اړه یې داسې وویل:«یو اړخیزې پرېکړې هېواد د کړکېچ په لور بیايي او دا کار د خلکو په ګټه نه دی.»
د ولسي جرګې غړی ګل پادشاه مجیدي هم څرګنده وي:«د دې وخت رارسېدلی چې په ملي پروګرامونو کې خپل سیاسي اختلافونه څنډې ته کړو او د ملت کېدو په لور ګام واخلو.»
دغه راز، د برېښنايي پېژندپاڼو د ادارې ویاند روح الله احمدزی وايي، دغه بنسټ د یاد بهیر د زیاتوالي او پرختیا هڅې کوي.
ښاغلي احمدزي وویل:«په تېرو درې ورځو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د ترلاسه کولو لپاره د غوښتوونکو شمېر زښته زیات شوی او موږ په ارګ کې د مراجعه کوونکو د نوملیکنې لپاره خپل کاري ډلې زیاتې کړې دي.»
که څه هم تراوسه په ارګ کې د حکومت لوړ پوړو چارواکو د برېښنايي پېژندپاڼو د ترلاسه کولو لپاره نوم لیکنه کړې، خو د برېښنايي پيژند پاڼو د ادارې لخوا ارګ ته د نوم لیکنې دستګاه وړلو پر وړاندې هم نیوکې کېږي.