Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: د سولې بهیر پر یوه کس پورې تړاو نه لري

اجراییه رییس، عبدالله عبدالله خبرداری ورکوي چې د سولې بهیر پر یوه کس پورې اړوند نه دی.

نوموړي نن(دوشنبې د مرغومې په ۳۰مه ڼېټه) د وزیرانو شورا په ناسته کې وايي چې د افغان حکومت دریځ د سولې له بهیره ملاتړ دی، خو د سولې بهیر د یوه وزارت او یوه کس پورې تړاو نلري.

نوموړي وړندې وویل:«د افغان دولت دریځ د سولې له بهیره ملاتړ دی، خو د سولې بهیر پر یوه کس پورې تړاو نلري او د افغانستان خلک حق لري چې د سولې بهیر کې ښکېل ووسي.»

عبدالله همداراز زیاته کړه:«‎د سولې بهیر د یوه وزارت کار نه  دی او د سولې لپاره د حکومت په ګډون ټول شموله پلاوی باید کار وکړي.»

اجراییه رییس وايي چې ټول هېواد کې خلک د سولې تمه او هیله لري.

عبدالله عبدالله د خپلو خبرو په بله برخه کې هېواد کې د وروستیو ګمارنو په تړاو وايي چې د حکومت په کچه د ګمارنو په تړاو یوطرفه پرېکړې به ګټه ونلري.

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس همداراز د ټاکنو پایلو په تړاو وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو پایلو تر اعلانه پورې به حکومت خپل کار ته دوام ورکړي.

شریک یي کړئ