د مصالحي عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله وايي، له ولسمشر غني سره یې په ګډه د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره به شرطونه نه ږدي.
ښاغلي عبدالله چې چهارشنبې(د چنګاښ په ۴مه نېټه) د امریکا سولې انستیتوت سره په یوې ویدیویي ناسته کې خبرې کولې زیاته کړه چې باید ډاډ ترلاسه کړي، څو افغانستان بیا د ترهګرو په پټنځي نه بدلیږي.
د مصالحې شورا رییس همداراز وویل:«د سولې لپاره چمتوالي کي، موږ د افغانستان اسلامي جمهوریت کې پرېکړه کړې ده ـ له ولسمشر غني سره ـ چې موږ د سولې خبرو پیل لپاره هېڅ شرط نه ږدو او زموږ مرکچي پلاوی د سولې خبرو پل لپاره پوره چمتوالی لري.»
ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې دوامدارې سولې رسېدو لپاره پر تګلارې کار کوي:«د سولې په برخه کې باید د نړیوالو او کورنیو همکارانو سره کار وشي، په داسې حال کې چې موږ باید ډاډ ترلاسه کړو، دا چې افغانستان نور د ترهګرو پر پټنځای نه بدلیږي. په دې برخه کې موږ ټول پر بشپړه نقشې کار کوو.»
دا په داسې حال کې ده چې حکومت هغه څه چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره انعطاف بولي، وايي چې له دوو زرو شپږسوو ډېر طالبان بندیان یې ازاد کړي دي، خو حکومت وايي چې طالبان هم باید خپلې ژمنې پلې کړي.