Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالله:د سولې یوازینۍ لار د افغانانو له استازو سره خبرې دي

د هېواد اجراییه رییس عبدالله عبدالله د پخواني جهادي قومندان عبدالمطلب بیګ د اتم تلین په مراسمو کې چې نن (جمعه د مرغومې په ۶مه) کابل کې جوړ شوي و، وویل چې د افغانستان ډېری خلک سوله غواړي او په دې لړ کې باید موکه رامنځته شي او له هغو فرصتونو چې ترلاسه کېږي په ښه شان استفاده وشي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې د جګړې له دوام سره به ډېرې موکې له لاسه ووځي:«باعزته سوله د ټولو افغانانو هیله ده. که چېرې په دې درشل کې موکه رامنځته شي، باید له دغې موکط استفاده وشي... د جګړې په دوام کې ډېر فرصتونه له لاسه ورکوو.»

اجراییه رییس، د خپلې وینا په بله برخه کې، د ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو د مرګ وژبلې لوړه کچه د نه زغم وبلله:«د ورځې د امنیتي ځواکونو او خلکو مرګ ژوبله هغه مرګ ژوبله ده چې د یوه ملت لپاره د زغم وړ نه ده. خو ورته مهال هغوی ته چې له افغانانو سره په جګړه دي هم یو پیغام لرم، چې له جګړې سره بریا نه شی ترلاسه کولی. د سولې لار د افغانستان د خلکو له استازو سره خبرې دي.»

هغه طالبانو ته په اشارې سره وویل:«که چېرې سوله غواړئ د هغې لپاره لاس شتون لري او د هغې لار خبرې دي هغه هم د افغانانو له استازو سره، د افغانستان د ټولو خلکو له استازو سره.»

بلخوا په دغو مراسمو کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وویل چې د سولې لپاره غوښتنې یوه مثبته کړنه ده او ټول له دغې مثبتې کړنې هرکلی کوي.

هغه زیاته کړه چې حکومت په تېرو اتلسو کلونو کې د سولې او امنیت د تامین پلوی و او  ښه نیت یې ښودلی، خو مقابل لوري او بهرنیو ملاتړو یې نه دي غوښتي.

هغه څرګنده کړه:«اوس هم ډاډه نه یوو چې ایا بهرني ملاتړي یې اجازه ورکوي او که نه.»

ښاغلي دانش وویل چې سولې ته د رسېدو لپاره، لومړی باید د افغانانو ترمنځ مذاکرات پیل شي او له هغې وروسته اوربند اعلان شي.

هغه ټینګار کوي چې د هېواد سیاستوالان د سولې بهیر په اړه بېلابېل لیدلوري لي او په دې درشل کې باید هڅه وشي څو یوه اجماع رامنځته شي.

د هغه په وینا، د سولې بهیر یو پېچلی بهیر دی او هڅو ته اړمنه ده.

هغه د سولې احتمالي هوکړه لیک او د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنو خوندیتابه ته په نغوتې سره وویل:«د افغانستان خلکو په تېرو اتلسو کلونو کې داسې لاسته راوړنې لرلې دي چې له هېڅ څيز سره د معاملې وړ نه دي.»

ښاغلي دانش همدارنګه د ټاکنو په اړه وویل چې یوازینۍ لار قانون ته غاړه اېښودل دي او ټاکنیزو کمېسیونونو ته اجازه ورکړل شي چې خپل کار د قانون پر بنسټ ترسره کړي او د هغوی پرېکړې ته درناوی وشي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي چې د جګړې له دوام سره به ډېر فرصتونه له لاسه ولاړ شي.

شریک یي کړئ