Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: د سیاسي کړکېچ د حل لپاره ځينې پرمختګونه ترلاسه شوي

عبدالله عبدالله په خواله رسنیو کې په یوه پیغام کې په هېواد کې د سیاسي شخړو د حل لپاره له پرمختګونو خبر ورکړ او وې ویل چې په دې اړه ځينې هوکړې شوي دي.

ښاغلي عبدالله لیکلي چې په هېواد کې د اوسنیو کړکېچونو د حل لپاره ځينې پرمختګونه ترلاسه شوي دي.

هغه همدارنګه وايي چې د دواړو لورو ترمنځ، په اصول کې ځینې هوکړې شوې دي او اوس د دواړو لورو ترمنځ د جزیاتو په وروستي کېدو کار دوام لري.

ښاغلی عبدالله وايي هیله من دی چې په افغانستان او نړۍ کې د کورونا ویروس د خپرېدو له امله رامنځته شوي کړکېچ په پام کې نیولو سره په هېواد کې د تلپاتې سولې ټینګښت او له امنیتي - اقتصادي ستونزو سره د مقابلې لپاره اتحاد او ملي یووالي اړتیا په پار، سیاسي هوکړه ژر تر ژره به وروستۍ کړي.

د عبدالله عبدالله ویاند فریدون خوځون په دې اړه وویل:«کله چې موږ خپله طرحه وړاندې کړو له هغې وروستهبه روښانه شي چې څه څيز د بحث وړ دي.»

ورته مهال د ولسمشر اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له ځانګړي استازي سره په یوه ویډیويي کنفرانس کې ویلي چې د یوه ګډ ملي حکومت د جوړېدو لپاره هڅې دوام لري.

د ولسمشر د دویم مرستیال د رسنیو سلاکار محمد هدایت په دې اړه وویل:«نه د ټاکنو د باطلېدو مسله مطرح ده او نه هم له اساسي قانون څخه بهر هوکړې.»

په داسې حال کې چې له دې مخکې د عبدالله عبدالله ویاندویانو د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو باطلېدل او په حکومت کې د ښاغلي عبدالله لپاره د اجرايي پوست رامنځته کېدل د اختلافونو د حل لپاره وار له مخې شرطونه بللي وو خو ارګ د ولسمشرۍ ټاکنو د رایو باطلېدل د منلو وړ نه ګڼي.

د سرور دانش د رسنیو سلاکار محمد هدایت په دې اړه زیاته کړه:«پر تشریفاتي پروتوکولونو هوکړه شوې چې په هر صورت کې له ولسمشر وروسته وي، خو له اجرایوي پلوه ولسمشر، د افغانستان ولسمشر دی او د ولسمشر فرمانونه او حکومونه په ټولو حالاتو او زموو او تاسو په ټولو بنسټونو کې به نافذ وي.»

دغو سیاسي شخړو د هېوادوالو پر ژوند تر یوه بریده منفي اغېزه هم کړې ده د ملي پوځ یو تن افسر د کورونا ویروس له امله له مړینې مخکې پر غني او عبدالله نیوکه کوي.

د ملي پوځ سرتېری:«مشران دې سره کېني او له یوه ځواکمنو سیاسي ستنو سره یو حکومت جوړ کړي او د هېواد د امنیتي ځواکونو په ملاتړ دا جګړه او وینه تویونه له دغه ملت څخه لیرې شي.»

ځينې سوداګر او هېوادوال دغه دوه سیاسي مشران د خلکو د ستونزو په وړاندې بې پروا ګڼي.

سوداګر محمد ابراهیم عاصم په دې اړه وویل:«د افغانستان د مظلوم او بې وزلو خلکو په پام کې باید وي نه یوازې د خپلې څوکۍ او مقام د پیدا کولو په فکر کې وي.»

له دغو سیاسي شخړو کابو دوه میاشتې تېرېږي، امریکا د دغو اختلافونو د دوام په علت له افغانستان سره د یو مېلیارد ډالرو مرستو له پرېکېدو خبر ورکړی دی. 

شریک یي کړئ