Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: د پرسونل ضد ماینونو کارول یو غیر انساني کړنه ده

اجراییه رییس عبدالله عبدالله په جنیوا کې د ملګروملتو د پرسونل ضد ماینونو د مخنیوی کنوانسیون د عملي کولو لپاره د ژمنې په غونډه کې وايي د دغو ماینونو کارول غیرانساني او ناقانونه کار دی.

اخوا عبدالله عبدالله ټینګار کوي چې حکومت هڅه کوي تر راتلونکو اوو کلونو پورې په افغانستان کې د پرسونل ضد ټول ماینونه شنډ کړي.

عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو سازمان د پرسونل ضد ماینونو د مخنیوي په اړه غونډه کې وویل ترهګر چې د بمونو د لېږد لپاره کومه لار کاروي د پوښتنې وړ ده.

له دې سره ښاغلی عبدالله وایي په افغانستان کې د ماینونو شنډولو هڅې روانې دي.

اجرايي رییس عبدالله عبدالله په ډاګه کړه:« د سړک د غاړې ماینونو د ملکيانو او پوځیانو د تلفاتو کچه لوړه کړې او د دغو توکو د خامو موادو د سرچینو، لېږد او اسانتیاو د برابرېدو په اړه جدي پوښتنې مطرح کېږي.»

 اجراییه رییس وايي، حکومت هڅه کوي افغانستان له ماینونو پاک کړي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:« پرېکړه مو کړې چې تر ۲۰۲۵ کال پورې د پرسونل ضد ماینونو ستونزه پای ته ورسوو.»

د ماینونو په وړاندې د مباررې د همغږۍ مرکز وايي، که څه هم په افغانستان کې ۷۹ سلنه ماینونه پاک شوي خو ۲۱ سلنه پاتې ماینونه د دې لامل شوي چې افغانستان په نړۍ کې د پرسونل ضد ماینونو لوی قرباني وګرځوي.

په دغه رپوټ کې راغلي ماینونو د لارو، هوايي ډګرونو او د استوګن‎ځایونو د جوړولو کارونه ځنډولي او د یو شمېر کانونو د ایستلو مخه یې هم نیولې ده.

افغانستان په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې د ملګروملتونو سازمان د پرسونل ضد ماینونو د مخنیوي له کنوانسیون سره یو ځای شو.

شریک یي کړئ