Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: سولې ته د رسېدو لپاره عملي ګامونه نه دې پورته شوي

اجراییه رییس، عبدالله عبدالله وايي د سولې په برخه کې کوټلي ګامونه نه دي پورته شوي او لامل یې هم د طالبانو لخوا پ  جګړې ټینګار دی.

نوموړي چې نن(دوشنبې د غويي په ۲۳مه نېټه) د وزیرانو شورا په ناسته کې خبرې کولې زیاته کړه طالبان لا هم خپل لجاجت ته دوام ورکوي او پسرلنیو عملیاتو سره یې بریدونه ترسره کړي دي، خو د افغان ځواکونو لخوا ورته ځواب ورکړل شوی دی.

اجراییه رییس همداراز څرګنده کړه چې طالبانو د روژې په میاشت کې اوربند ته نه وویل او په دې میاشت کې به هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

هغه کابل کې وروستي برید او همداراز د بغلان د ملي امنیت مرستیال وژنې ته په اشارې وویل چې پر ښاررونو د طالبانو د بریدونو مخنیوی شوی دی.

ښاغلی عبدالله وايي طالبان لا هم خپل لجاجت ته دوام ورکوي او پسرلنیو عملیاتو سره یې بریدونه ترسره کړي دي

شریک یي کړئ