Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالله: سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار له هر ډول شرط پرته خبرې دي

له طالبانو سره د سولې خبرو د پیل لپاره د ولسمشر غني د شرط له اېښودو سره هم مهاله؛ اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن (یکشنبې د سلواغې په ۶مه) له طالبانو سره له قید او شرط پرته د خبرو اترو اعلان وکړ.

ښاغلي عبدالله چې نن له غرمې وروسته د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې په یوې غونډه کې وینا کوله، وویل چې سوله د ارګ په انحصار کې نه ده او د ولسمشرۍ څوکۍ په پار باید د یوه ملي بهیر په وړاندې خنډ رامنځته نه کړو.

هغه زیاته کړه:؛«قید او شرط نه ږدو. که چېرې اوربند نن وشي، دا سل په سلو کې د افغانستان د خلکو په ګټه ګڼم، که چېرې سبا ته وشي او د افغانستان د خلکو له کړاو او رنځه کم شي هغه د خلکو په خیر ګڼم او هغه د مذاکرې د بریا لپاره د لارې هواری ګڼم.» 

د ولسمشر له خوا وروستۍ ګومارنې او د ټاکنو په وروستیو پایلو کې روڼتیا هغه نور مسایل وو چې د دغې غونډې ګډون کوونکو پرې بحث وکړ.

ښاغلی عبدالله د ولسمشر لخوا وروستۍ ګومارنې د ملي یووالي حکومت له موافقې سرغړونه بولي او خبرداری ورکوي چې د دغه وضعیت په وړاندې به ودرېږي.

هغه وویل:«د نظام د ساتلو لپاره«زغمم»، د ثبات د خوندیتابه لپاره دا هر څه زغمم، که چېرې د هغه (ولسمشر) په طبع ښه نه لګېږي او یا بله پلمه کوي هغه د هغوی خپل کار دی. پوه دې شي چې د یو اړخیزو اجراتو پایله یې څه ده او له دې ډېر نه زغمل کېږي.»

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال بابر فرهمند وايي:«تاسې د دغه حکومت پر حقه شریکان یاست. تاسې د والي، وزیر او مرستیال په توګه حکم وکړئ، نور یې په خپله خلک تطبیق وي.»

له بلخوا د غونډې ځينې نور برخوال وایي که د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون پاکې رایې له ناپاکو بېلې نه کړي د ولسمشرۍ ټاکنو له درغلیو ډکې پایلې به ونه مني.

د اجراییه رییس دویم مرستیال محمد محقق په دې اړه څرګندوي:«که چېرې په افغانستان کې یو ځل بیا درغلۍ بریالۍ شي... هم ډیموکراسي له منځه ځي او هم ثبات او امنیت له منځه ځي او نور د افغانستان خلک دا درغلي نه مني او یقیناً کرکېچ رامنځته کېږي.»

خو ولسمشرۍ دفتر د دغو اندېښنو او خبرداریو په وړاندې داسې غبرګون ښيي:«د هېواد د ځينو سیاستوالانو داسې څرګندونې چې افغان حکومت سولې ته ژمن نه دي، د ا د ولسمشر د اقداماتو په وړانډې دغې سیاسي طبقې ټیټ درک ښکارندويي کوي.»

دغه اندیښنې له هغې وروسته څرګندیږي چې له ولسمشرۍ ټاکنو د کابو څلورو میاشتو په تیریدو ددغو انتخاباتو وروستۍ پایلې تراوسه نه دي روښانه شوې.

شریک یي کړئ