Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: طالبان د امتیاز اخیستو هڅې کوي نه د سولې

اجراییه رییس، عبدالله عبدالله وايي طالبان د سولې لپاره ریښتینی هوډ نلري او یوازې په دې لار کې د امتیاز اخیستو او تبلیغاتو په موخه هڅې کوي.

ښاغلي عبدالله چې نن(دوشنبې د سلواغې په ۲۲مه نېټه) د وزیرانو شورا په ناسته کې خبرې کولې، طالبان یې د جګړې اصلي لامل وبلل:«د جګړې او لجاجت اصلي لامل طالبان دي چې رېښتیني خبرو ته چمتو نه دي. هغه ګامونه یې چې پورته کړي دي د تبلیغاتو او امتیاز اخیستو په موخه وو، نه د ښه نیت او جدي مذاکرې لپاره.»

عبدالله عبدالله وايي سولې ته د رسېدو لپاره باید د دې بهیر ښکېل لوري زغم ولري:«زه شک نلرم، کله چې د سولې په لور ځو نو باید چې زغم او ګذشت وشي تر څو کوټلي ګامونه پورته شي. ځکه دا نه ده ممکنه چې هر څوک د سولې توقع هم ولری او پر خپلو ټولو غوښتنو هم ټینګار وکړي.»

اجراییه رییس وايي د سولې په خبرو کې باید د خلکو ارمانونه قرباني نشي:«سوله قرباني غواړي؛ خو دا قرباني د خلکو د ارمانونو قربانۍ په مانا نه ده، بلکې په دې مانا ده چې دا خاوره د ټولو افغانانو ده او ټول حق لري چې په با عزته سوله کې ژوند وکړي او خپل ارمانونه په سوله ییزه توګه او د سیاسي مبارزې له لارې ترلاسه کړي.»

دی وړاندې وايي د سولې خبرو په موخه اېښودل شوي شرطونه د څوکۍ ساتنې په موخه نه وو.

هغه وړاندې وویل:«کله کله داسې تعبیر کېږي چې موږ د څوکۍ او مقام ساتلو لپاره یو شمېر شرطونه ږدو چې د منلو وړ نه دي. داسې نه ده. کله چط د سولې لپاره موکه برابره شي او ریښتیني سوله ووسي، له دې موکې استفاده پر موږ فرض ده.»

ښاغلي عبدالله د خلکو پر یووالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې له جګړې یوازې هغه کسان ګټه پورته کوي د هغوی ګټې په جګړه کې نغښتي دي.

اجراییه رییس زیاته کړه:«په داسې شرایطو کې چې د افغانستان خلک هره ورځ تلفات ورکوي، جګړه دوام لري، جګړې پر ټولو خوځښتونو سیوری غوړولی دی، څوکي او مقام هغه کیفیت نلري چې عادي ژوند یې په سوله کې لري.»

دا په داسې حال کې ده چې له طالبانو سره د سولې خبرو هڅې روانې دي. همداراز د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد بیا د افغانستان په ګډون شپږو هېوادونو ته سفر پیل کړ.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلی خلیلزاد به بلجیم، جرمني، ترکیه، قطر، افغانستان او پاکستان ته وکړي.

د هېواد اجراییه رییس، عبدالله عبدالله وايي د سولې خبرو په موخه اېښودل شوي شرطونه د څوکۍ ساتنې په موخه نه وو

شریک یي کړئ