Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله عبدالله د «ټول شموله» حکومت رامنځته کېدل اعلان کړل

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن (سې شنبې د سلواغې په ۲۹مه) د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د اشرف غني د بریا د اعلان په غبرګون کې وايي چې هغه د موازي ټول شموله حکومت جوړوي.

هغه د ټاکنو کمېسیون له خوا اعلان شوې پایله غیر قانوني ګڼي او ځان د پاکو او بایومېټریک رایو پر بنسټ بریالی بولي.

عبدالله عبدالله د سې شنبې پر شپه د اتو بجو په شاوخوا کې په داسې حال کې چې د خپلو پلویانو او ځينو سیاسي څېرو په منځ کې ځان د ولسمشرۍ ټاکنو بریالی اعلان کړ.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله په دې اړه زیاته کړه:«ثبات او همپالنه ډله د رڼو او بایومېټریک شویو رایو پر بنسټ د ټاکنو بریالۍ ده او موږ خپله بریا اعلان وو.»

هغه د ټاکنو خپلواک کمېسیون لخوا د اشرف غني د بریا د اعلان په هلکه وايي چې دا د ولسواکۍ په وړاندې یو ډول کودتا او خلکو د ارادې په وړاندې خیانت ګڼي.

ښاغلي عبدالله څرګنده کړه:«هغه پایله چې نن اعلان کړه چې د ټاکنو د غلا، پر ولسواکۍ کودتا، د خلکو ارادې پر وړاندې خیانت دی، له بنسټ، له ریښې او له تهدابه دا پایله غیرقانوني ګڼو.»

خو د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس د دغه حکومت د څرنګوالي په اړه چې د شموله حکومت نوم ورکوي جزییاتو نه وړانډې کوي.

شریک یي کړئ