Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالله عبدالله د مرکچي پلاوي له جوړېدو ملاتړ وکړ

عبدالله عبدلله په یوې خپرپاڼه کې «د ټول ګډونه مرکچي پلاوي» جوړېدل د افغانانو ترمنځ د مذاکرې د زمینې برابرولو لپاره یو هم ګام وباله او وې ویل چې «چې زموږ دایمي دریځ دا دی چې د عادالانه، تلپاتې او باعزته سولې تینګښت د افغانستان د خلکو لومړیتوب دی.»

ښاغلي عبدالله وویل د دې سربېره چې له درغلیو ډکو ټاکنو له امله د سیاسي کړکېچ د حل لپاره تراوسه د منلو وړ حل لار نه ده پیدا شوې، زموږ ژمنه دا ده چې د امکان تر وسې د سولې مسله د اختلافي موردونو تر وړانګو لاندې نه کړو.» 

افغان حکومت د وري په ۷مه نېټه له طالبانو سره د سولې خبرو اترو لپاره مرکچي پلاوی وروستی کړ.

بلخوا د ولسمشر د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر هم په یوې خپرې شوې اعلامیه کې د سولې لپاره د مرکچي پلاوي له جوړېدو خپل ملاتړ اعلان کړ.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت په وینا، چې دغه پلاوی ټول ګډونه دی او سولې ته د رسېدو لپاره به له طالبانو سره د خبرو اجنډا به هم چمتو کړي.

ښاغلي عبدالله همدارنګه زیاته کړه چې د سیاسي کړکېچ د حل لپاره د ملي شخصیتونو، د هېواد پارلمان او د ټولو ټولګو له هڅو هرکلی او ستاینه کوي.

عبدالله عبدالله وویل چې د مرکچي پلاوي د ترکیب په هکله د ځينو ادرسونو له خوا ځينې ملاحظې مطرح شوې دي چې د درک وړ دي.

هغه زیاته کړه:«زه په دې باور یم چې د مذاکرې له پیل سره او د هغه له دوام سره، د مهمو پرېکړو په پام کې نیولو سره چې په مخ کې مو دي باید د جامع استازیتوب د تمثیل لپاره زمینه شتون ولري.»

د ښاغلي عبدالله په وینا، مرکچي پلاوی د افغانستان اسلامي جمهوري، او د هېواد د ملي ګټو استازیتوب کوي. 

هغه څرګنده کړه:«د رپوټ ورکولو او د دغې ډلې ته د واک ورکولو د مرجع په هکله ډېر بحث اړین ګڼو.»

ښاغلی عبدالله عبدالله وايي چې مرکچي پلاوی د افغانستان اسلامي جمهوري، او د هېواد د ملي ګټو استازیتوب کوي.

شریک یي کړئ