Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله عبدالله پر ۲۰۹شاهین قول اردو برید وغنده

د ملي یووالي حکومت جرائیه رئیس، عبدالله عبدالله د جمعې پر ورځ( د غويي لومړۍ) بلخ ولایت کې پر شاهین ۲۰۹ قول اردو برید په سختو ټکو وغنده هغه یې ډارن برید وباله.

ښاغلي عبدالله په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي دي:«په ټولو دینونو کې پر سپيڅلو ځایونو برید منع دی، او هغه څه چې طالبانو په مزار شریف کې ترسره کړل د ټولو لارښوونو خلاف کار وه او زه دا ډارن برید غندم.»

دا په داسې حال کې ده چې ۲۰۹ شاهین قول اردو برید کې کابو سلو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.

دا په داسې حال کې ده چې بریدګرو پر افغان سرتېرو کله چې پر لمانځه بوخت وو، برید کړی دی.

پخواني ولسمشر، حامد کرزي هم په خپله ټوېټر پاڼه کې دا برید غندلی او زیاته کړې یې ده:«زه په سختو ټکو پر ۲۰۹ شاهین قول اردو برید غندم  چې په ترڅ کې یې زموږ زړه‎ور سرتېري ټپیان او وژل شول.»

په همدې حال کې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو او غوڅ ملاتړ قومندان، جنرال جان نیکلسون هم دا برید غندلی دی.

دغوڅ ملاتړ په خبرپاڼه کې راغلي ديک«هغه برید چې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو ترسره شو، د طالبانو وحشیانه کړنې ښکاره کوي، دوی سرتېري په داسې حال کې چې پر لمانځه بوخت وو، ووژل او په ډوډۍ‎خونه کې چې ډوډۍ یې خوړه.»

خبرپاڼه زیاتوي:«زه د افغانستان خلکو او افغان سرتېرو ته ډاډ ورکوم چې موږ ورسره تل ولاړ یوو او دوی به یوازې نه پرېږدو. موږ خپل ارزښناکه ملګري له ترهګرۍ سره جګړه کې ملاتړ کوو.»

طالبانو د برید مسوؤلیت پرغاړه اخیستی او ویلي یې دي چې څلور بریدګر د ننه په قول اردو کې سرتېري وو او د دې مرکز په اړه یې مالومات درلودل.

شریک یي کړئ