Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالله: له ننګونو د وتو یوازینۍ لار د رڼو ټاکنو ترسراوی دی

اجرايي رییس عبدالله عبدالله وايي چې له باور، روڼتیا او ټول شمولو د ټاکنو ترسراوی، له اوسنیو ننګونو د وتو یوازینۍ لار ده.

ښاغلي عبدالله چې د جمعې په ورځ پنجشېر ولایت کې د « مجاهدینو د بري د شپږویشتمې کالیزې» په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وینا کوله له خلکو څخه یې وغوښتل چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم‎لیکنه وکړي.

هغه په دې اړه وویل:«د پېژندپاڼې اخیستل، په ټاکنو کې نوم‎لیکنه او په پارلماني، ولسوالیو شوراګانو او ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون، زموږ ټولو دنده ده او زه هیله لرم چې تاسې خپل دا مسوولیت ترسره کوئ.»

په دې غونډه کې اجرایه رییس په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې د ولسمشریز ټاکنو لپاره د خپلو پروګرامونو خبره کوي.

هغه زیاته کړه:«د مجاهدینو مشرتابه به په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې خپل مشخص نوماند به ولري، دا چې دا نوماند به څوک وي، څه به رامنځته شي، وروستۍ موضوع ده.»

د جمعیت اسلامي د مشرتابه غړي هم د جهاد پر لاسته راوړنو ټینګار کوي او د ټاکنو له لارې ولسواکۍ ته رسېدل د هېواد د خلکو د جهاد له اصلي موخو بولي.

د جمعیت اسلامي مشرتابه غړی محمد یونس قانوني په دې اړه څرګنده کړه:« موږ د جګړې د جبهو جوړولو پر ځای، اوس د هېواد د اساسي قانون پر بنسټ د سیاسي بنسټونو د جوړولو او مشروع سیاسي او مدني فعالیتونو په هڅه کې یوو.»

د دې غونډې ګډونوال د جهادي تنظیمونو د خپل منځي اختلافونو یادونه هم کوي او وايي چې دا اختلافونه د دې لامل شول چې خلک په سوله او ارامۍ کې ژوند ونه کړي.

په دغو مراسمو کې اجرایه رییس په ټاکنو کې د خلکو ګډون له جهادي ارزښتونو د هېوادوالو ملاتړ بولي. اخو نوموړی په دې غونډه کې په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې د ولسمشریز ټاکنو لپاره د خپلو پروګرامونو خبره هم کوي.

شریک یي کړئ