Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله نوې جنګي تګلاره د ترهګرو پر وړاندې د بریا لپاره مهمه ده

د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره د امریکا نوې تګلارې ته په هیله منۍ سره وایي چې همدا تګلاره به په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې بریالۍ وي.

عبدالله دا خبرې د واشنګټن د تراتېژیکو او نړیوالو څېړنو په مرکز کې وکړې. اجراییه رییس وویل افغانستان او نړیوال ایتلاف به پر ننګونو لاسبري شي.

د افغانستان د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله ګواښ کوي که واشنګټن او ملاتړي یې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه و نه کړي، ترهګر به لوېدیځ هم په نښه کړي.

ښاغلي عبدالله همدارنګه د افغانستان جګړه یوازې د افغانانو نه بلکې د بشریت له ګډ دښمن سره د نړۍ مبارزه ګڼي.

اجراييه رییس وايي:« که تاسو په افغانستان کې له هغوی یعنې ترهګرو سره مبارزه ونهکړئ، دوی به دې ځای ته راشي او له تاسو سره به وجنګېږي.»

ښاغلی عبدالله د افغانستان او سوېلي اسیا په اړه د واشنګټن د نوې ستراتېژۍ پایلو ته هم هیله من دی.

عبدالله عبدالله څرګنده کړه:«زه نن د پخوا په پرتله ډېر هیله من یم چې موږ به بریالي شو او پر هغو ننګونو به برلاسي شو چې ورسره مخامخ یوو، لامل یې دا دی چې د امریکا نوې تګلاره په مهال وېش پورې نه بلکې په وضعیت پورې تړاو لري.»

نوموړی دا مني چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې سپين چک نه دی بلکې دې ته اړتیا ده چې کابل د دغو مرستو په بدل کې لازم اصلاحات رامنځته کړي.

هغه په ډاګه کړه:« موږ سپين چک ته اړتیا نه‎لرو، همداراز ژمن یوو چې د امریکا مرستې له فساد سره په مبارزه، ښې حکومتوالۍ او د خصوصي برخې د فعالیتونو لپاره د زمینې د برابرولو په برخو کې د جدي ګامونو په اخیستو سره ولګوو.»

په کابل کې د امریکا د سفارت پخوانی مرستیال ټوني وېن په دې اړه وايي:« امریکا او نور غواړي له افغانستان سره لویو اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي، له دې سره په یو وخت افغان حکومت باید د اصلاحاتو بهیر ونه دروي او د خدمتونو وړاندې کول او د پروژو پرمخ بیول لازیات اغېزمن کړي، له خصوصي برخې ملاتړ وکړي او له فساد سره مبارزه وکړي، تر ټولو مهمه دا چې قضايي اصلاحات راولي.»

ټاکل شوې اجراییه رییس امریکا ته د سفر په دوام له یو شمېر امریکایي چارواکو او د کانګرس له غړو سره هم وګوري او له هغې وروسته په یوه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره کاناډا ته ولاړ شي.  

شریک یي کړئ