Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: هېڅوک باید د شخصي ګټو په پار د سولې په وړاندې خنډ نه شي

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د هېواد له ځينو سیاستوالو سره د سولې بهیر د څرنګوالي او د دغه بهیر د پرمخ بیولو لپاره د طرحې جوړېدو په اړه لیده کاته او خبرې اترې وکړې.

 دا غونډه نن (شنبې د مرغومې په ۵مه) کابل کې د اجراییه رییس د دویم مرستیال محمد محقق په کور کې جوړه شوې وه او په هغه کې مخکني ولسمشر حامد کرزي، د مخکني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني، د سولې عالي شورا رییس کریم خلیلي او ځينو نور سیاستوالو حضور درلود.

دا غونډه، وروسته له هغې چې ولسمشر غني د سویس په داووس ښار کې ادعا وکړه چې، اجراییه رییس عبدالله عبدالله او مخکنی ولسمشر حامد کرزی د سولې او د افغانستان راتلونکې لپاره پروګرامونه نه لري، د اجراییه رییس او مخکني ولسمشر په ګډون ځينو سیاستوالو د سولې په اړه په کابل کې جوړه شوه.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي:«ښه ده چې ټول په کې دخیل وي، دلته داسې نه ده چې یوه برخه له حکومته بهر هم وي او هېڅوک هم نه مانع کېږي دا هم ظلم دی چې د شخصي ګټو لپاره د ملي بهیر په وړاندې خنډ شي.»

مخکینی ولسمشر حامد کرزی هم زیاتوي:«بیا هم سره ناست یوو د افغانستان د قضیو د حل په اړه خبرې کوو.»

د مخکني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني وايي چې، سولې ته د رسېدو لپاره د هېواد سیاستوالو د یوې طرحې پر جوړولو کار پیل کړی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی مرستیال محمد یونس قانوني وویل:«هغه طرحه چې منظور ته د افغانستان سیاستوالان دې جوړه کړي، د افغانستان د خلکو طرحه به سولې ته رسېدل وي او که چېرې مسوولیت هم وي په همدې ادرس دی او که امتیاز هم وي.»

د افغانستان اسلامي وحدت ګوند رهبر محمد محقق هم څرګنده کړه:«له بده مرغه چې دغه حالت حکومت په واک کې لري، همدې ته چې ووایوو د نظام استازیتوب دي وکړي او یا دا چې د نورو منل وي دا حالت یې له لاسه وتلی دی.»

په داسې حال کې چې حکومت د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د کمولو له طرحې سره مخالفت لري؛ خو د سولې عالي شورا رییس وايي نه ښايي چې دغه موکه هم له لاسه ووځي.

د سولې عالي شورا رییس کریم خلیلي وايي:«کله چې د افغانانو ترمنځ مذاکره پیل شي، هغه وخت پر دایمي او تلپاتې اوربند بحث کېږي مو باید له دې هرکلی وکړو او په هېڅ ډول یې رد نه کړو او د دې ردول سولې ته نه ویل دي.»

د سولې په اړه دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې، په قطر کې د امریکا او طالب استازو تر منځ خبرې یوه حساس پړاو ته رسېدلي او داسې انګېرل کېږي چې، ډېر ژر د دواړو لورو تر منځ به یوه هوکړه لاسلیک شي.

ښاغلي عبدالله د هېواد له ځينو سیاستوالو سره په کتنه کې د سولې بهیر کې د ټولو سیاسي بهیرونو پر ګډون ټینګار وکړ.

شریک یي کړئ