Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله په هند کې:د افغانستان خلک نه غواړي چې هېواد یې طالباني وي

د ملي یووالي حکومت اجرايي رییس عبدالله عبدالله وايي چې د افغانستان خلک نه غواړي هېواد یې طالباني وي او هغوی د دغه بهیر پر ضد دي.

اجرايي رییس چې هند ته په اقتصادي نندارتون کې د ګډون لپاره تللی وه، وايي که‎چېرې طالبان د سولې له بهیر سره یوځای شوي، د افغانستان خلک به له هغوی هرکلی وکړي.

هغه زیاته کړه:« د افغانستان خلک د هېواد د طالباني کېدو خلاف دي، خو له دې سره په یو وخت خلک دا درک کوي که‎چېرې طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي او له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، له سیاسي بهیر سره یو ځای شي دا به د هېواد په ګټه وي.»

ښاغلی عبدالله په هند کې د رویټرز خبري آژانس له خبریال سره په مرکه کې وايي له افغانستانه بهر د ترهګرو امن پټنځایونه له منځه نه دي تللي او له همدې امله په هېواد کې جګړه روانه ده.

هغه څرګنده کړه:« د ترهګرو ډلو پټن‎ځایونه له افغانستانه بهر دي، هغه پټن‎ځایونه چې موږ باید ورته پاملرنه وکړو او له ګاونډیو هېوادونو سره او همداراز د نړیوالې ټولنې له لارې په دې برخه کې کار کوو، د دغو پټن‎ځایونو شتون د جګړې بهرنی عنصر دی او البته دننه په هېواد کې د استخباراتو پیاوړي کول او زموږ د حکومتي ادارو ترمنځ همغږي هم مهمه ده.»

که څه هم د یو شمېر امریکایي چارواکو په وینا ټاکل شوې وه په دې ورځو کې د طالبانو او امریکا د استازو ترمنځ د خبرو بل پړاو ترسره شي خو داسې ښکاري چې دوې ورځې وروسته کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر راتګ او د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کار رسمي پیلول د دغو خبرو د ځنډېدو لامل شوی دی.

په داسې حال کې چې په روان کال کې طالبانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې خپل بریدونه زیات کړي، د حکومت اجراییه رییس وايي افغانان نه غواړي هېواد یې طالباني شي.

شریک یي کړئ