Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عراقي پلاوی کابل کې پر خپل سفارت برید څېړي

د عراق حکومت کابل کې د دغه هېواد پر سفارت د برید د څرنګوالۍ او ارزونې په موخه یو پلاوی راستولی.

د عراق د بهرنیو چارو وزارت وایي، عراق کې د داعش ډلې تر ماتې وروسته، بغداد له ځینو هېوادونو غوښتي چې د عراق د سفارتونو د امنیت خوندیتوب ته دې پام زیات کړي، ځکه ښايي داعش ډله غچ‎اخیستونکي بریدونه پرې وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست صلاح الدین رباني، له عراقي وزیر سره ټیلفوني خبرو کې ډاډ څرګند کړی چې دغه څېر بریدونه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د کابل او بغداد په نیت کې بدلون نشي راوستی.

ښاغلي رباني زیاته کړې ده چې کابل د عراقي ډپلوماټانو امنیت خوندي‎کولو ته ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ(دوشنبې د زمري۹مه) د هېواد د ملي امنیت سلاکار، محمدحنیف اتمر د عراق پر سفارت له برید وروسته کابل کې د دې هېواد د سفارت له سرپرست، فرزدق زهیرالغلای سره ولیدل.

ښاغلي اتمر د ډاډګیرنې مراتب د عراق سرپرست سفیر ته وړاندې کړل.

په دې لیدنه کې دواړوخواو له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار کړی دی.

دوشنبې د زمري پر ۹مه څلور تنه بریدګرو چې لومړي یوه یې ځانته چاودنه ورکړه او درې نور یې د عراق سفارت ته د کابل کلوله پشتې په لومړي سرک کې د ننه شول.

برید ۵ ساعته دوام و کړو خو په پای کې د درې پاتې بریدګرو په وژل کېدو پایته ورسید.

د هېواد د ملي امنیت سلاکار سره د عراق سفارت سرپرست په لیدنه کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار کړی دی

شریک یي کړئ