Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عربي متحده اماراتو ته د طالبانو د استازو د ورتګ مخنیوی

د رپوټونو پر بنسټ،ټاکل شوې وه چې په قطر کې د طالبانو د دفتر دوه تنه مسؤولان عربي متحده اماراتو ته ولاړ شي او په افغانستان کې د اماراتو د سفیر فاتحې ته چې په کندهار کې د یوه برید په ترڅ کې ټپي او د چهار شنبې په ورځ ومړ ګډون وکړي،خو د عربي متحده اماراتو حکومت دغو دوو تنو ته د ورتلو اجازه ور نه کړه.

ملا شیر محمد عباس ستانکزي او مولوی مدني، چې په قطر کې د طالبانو د دفتر دوه تنه استازي دي غوښتل یې په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو د سفیر د فاتحیې په مراسمو کې ګډون وکړي، خو متحده عربي اماراتو هغوی ته د ننوتو اجازه ور نه کړه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه څرګنده کړه:«په افغانستان کې ډېری ترهګریز بریدونه د طالبانو له خوا ترسره کېږي.دغه ډله د نړۍ او سیمې د امنیت لپاره ډېر خطرناکه ده او موږ هیله لرو چې ټول هېوادونه په دغې ډلې فشارونه راوړي.»

عربي متحده امارات لومړی هېواد وو چې د طالبانو نظام یې په رسمیت وپېژنده، خو د یو شمېر کارپوهانو په باور له طالبانو سره د خلیج هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې دي.

د سیاسي چارو کارپوه جاوېد کوهستاني په دې اړه وویل:«دا له طالبانو سره د بې اعتمادۍ او د اړیکو د پرېکېدو نښه ده چې خلیجې هېوادونه باید له طالبانو او ترهګرو شبکو سره پر خپلو اړیکو بیا کتنه وکړي.»

یو شمېر سرچینو او رسنیو ویلي دي چې په اسلام آباد کې د طالبانو د دفتر رییس ملا عباس آخند زاده هم غوښتل چې په پاکستاني پاسپورت اماراتو ته سفر وکړي خوهغه ته هم د ورتلو اجازه نه ده ورکول شوې.

د سیاسي چارو شنوونکی فدا محمد نظري وايي:«د کوټې شورا د پلان او کورنیو مسایلو لپاره یې ده او نړیوالې اړیکې یې له مخکې د پاکستان د ای اس ای له خوا تدوین کېږي.طالبانو په دې وروستیو کې یوازې له روسیې چین او یو لړ هېوادونو سره اړیکې نیولې دي.»

طالبانو دا خبر رد کړی او ویلي یې دي چې داسې کومه پېښه نه ده شوې. 

تر دې وړاندې کابل اعلان کړی وو چې د کندهار د والي په مېلمستون کې د مرغومې په لومړۍ چاودنه د پاکستان په چمن کې د طالبانو د یوه قوماندان لخوا طرحه شوې وه خو طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړل.

شریک یي کړئ