د جمعیت اسلامي ګوند اجرايي رییس عطامحمد نور په مزارشریف کې د لوی اختر د لمانځه د ادا کولو په مراسمو کې حکومت ته ګواښ وکړ کهچېرې د ولسي جرګې ټاکنو د ترسراوي د روڼتیا لپاره هڅه ونه کړي، د سیاسي ګوندونه له ټاکنو سره پرېکون وکړي.
ښاغلي نور وویل چې حکومت باید د سیاسي ګوندونو غوښنې جدي وګڼي او د ټاکنو د ترسراوي لپاره په رڼه توګه هڅّه وکړي.
د جمعیت اسلامي ګوند اجرايي رییس څرګنده کړه:«د وروستي ځل لپاره پر ټولو ملګرو چې د حکومت مشران دي غږ کوم چې زموږ پر خبرو دې د منلډو فکر نه کوي، زموږ ویناوې دې ساده نه نیسي، همدارنګه چې و مو ویل و مو کړل، اوس هم وایوو چې په ټول افغانستان کې یا هم د افغانستان په ډېریو برخو کې کهچېرې تاسو اصلاحات را نه وستل او د سیاسي ګوندونو طرحې چې د ټاکنیز نظام بدلون او لږ تر لږه د رایې ورکولو بڼه چې په بایومټریک شکل دي کهچېرې په بدلون را نه ولي او اصلاحات را نه ولي له ټاکنو سره مو پرېکون کوو.»
ښاغلي نور همدارنګه وویل کهچېرې ملي یووالی حکومت نه شي کړای لازم اصلاحات رامنځته کړي، هغوی باید استعفا وکړي ترڅو یو لنډمهاله حکومت رامنځته شي او لازم اصلاحات چې خلک او ګوندونه یې غواړي رامنځته کړي.
هغه زیاته کړه:«زه دا ټکی راسپړم چې زموږ درېیم ګام د امنیت، په هېواد کې د ملي یووالي د خوندیتوب لپاره د حکومت د مشرانو استعفا ده، ځکه چې د دې حکومت وخت له ۸ میاشتو ډېر نه دی پاتې. ګرانو وروڼو! نه غواړو چې د چا حق وخورو.»
د جمعیت اسلامي ګوند اجرايي رییس په هېواد کې د تلپاتې سولې او ټیکاو لپاره له هڅو هرکلی کوي، خو په دې باور دی چې طالبانو د لومړي اعلان شوي اوربند څخه ډېره ګټه اخیستې ده.
هغه په دې اړه څرګنده کړه:« د اوربند له ورځې چې ختمېږي یعنې د کوچني اختر له څلورمه تر ۱۵ ورځو وړاندې چې ما له ولسمشر سره ولیدل د وسلهوال ځواک ۷۰ زره تنه شهیدان شوي، په څه دلیل؟ د هغه اوربند له تجربې څخه په استفادې سره، پر هغو لارو او پوستو بلدېدل چې دوی تېر شوي وو.»
ښاغلي نور د روژې په میاشت کې له طالبانو سره د اوربند د پایلو په اړه داسې وویل:«ځينې طالبان چې ښار ته ننوتل همدلته پاتې شول او ځينې نور یې بېرته ولاړل، وسله یې چې هر ډول راوړه او ښار ته یې ننویسته، له ښارونو څخه او د پوستو له شاوخوا یې د برېښنا په څېر عملیات پیل کړل، ۷۰ زره تنه په خولې یادېږي، له کوچني اختر څخه تراوسه، ۷۰ زره ستاسو زامن د افغانستان په وسلهوال ځواک کې شهیدان شوي دي.»
بلخوا د بلخ اوسېدونکي د طالبانو په وړاندې د حکومت له اوربنده هرکلی کوي او له طالبانو غواړي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي.
د مزار شریف اوسېدونکی حمیدالله وویل:«زموږ هیله دا ده چې په هېواد کې سوله، ورولي راشي ټول په سوله کې ژوند وکړي.»
له دې ټولو سره، خلک تمه لري چې د اختر په ورځو کې په هېواد کې د تاوتریخوالي شاهد نه وي او د اختر ورځې په ارامۍ او خوښۍ سره تېرې کړي.