Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عطامحمد نور نړیواله ټولنه او ملګر ملتونو په چوپتیا تورن وي

د جمعیت اسلامي ګوند اجرايي رییس او د ولسمشر له خوا د بلخ لیرې کړل شوی والي عطامحمد نور په مزارشریف کې په یوې غونډه کې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه ملګر ملتونه یې د بې عدالتۍ، فساد او ظلم په وړاندې په چوپتیا تورن کړل او وې ویل که‎چېرې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونو دا چوپتیا ماته نه‎کړي په زره ګونه تنه به واټونو ته راووځي.

ښاغلي نور نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې وویل:«لکه‎څرنګه چې افغنستان ته له دغه شعار سره راغلي یاست، چې د ترهګرۍ پر ضد به جنګېږئ او عدالت تأمین وئ او په حکومتدارۍ کې همکاري کوئ، نو دلته باید تاسې وښيې. له هغې څخه پرته زه چې تاسې وینم، تاسې غواړې چې د خلکو همت او غصه وازمایئ. بیا هغه وخت پېښمانه کېږۍ.»

د ولسمشر لخوا د بلخ ګوښه شوی والي د بلخ ولایت د څوکۍ په اړه د اسلامي جمعیت او حکومت ترمنځ د خبرو په اړه داسې وايي.

د جمعیت اجرايي رییس زیاته کړه:« زما داعیه یوازې بلخ ولایت نه دی، د بلخ ولایت یوه ډېره ساده خبره ده خپل یوه بل همکار ته به والي ووایو او موږ به په نورو سترو سیاسي کارونو پسې ولاړ شو. دا زمینه مساعده ده. په بلخ کې که څو وغواړي په خپله ګټه بدلون راوړي، د دې ارمان دې ګور ته یوسي او یا هم په خوب دې وویني.»

له دې مخکې عطامحمد نور چې د ولسمشر لخوا یې د استعفا له منظورۍ څه د پاسه یوه میاشت تېرېږي.د ولسمشر د دې پرېکړې په وړاندې خبرداری ورکړی که حکومت له اسلامي جمعیت سره په دې اړه یوې نتیجې ته ونه رسېږي له سختو لارو به کار واخلي خو تراوسه له حکومت سره د جمعیت د خبرو برخلیک روښانه نه دی.

د ولسمشر لخوا د بلخ ګوښه شوی والي د بلخ ولایت د څوکۍ په اړه د اسلامي جمعیت او حکومت ترمنځ د خبرو په اړه وايي چې د بلخ څوکۍ یوه عادې خبره ده.

شریک یي کړئ