Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عمران خان: د افغانستان جګړه پوځي حل لار نه لري

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان، د امریکې له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره تر لیدو څو ساعته مخکې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان جګړه پوځي حل لار نه‎لري.

هغه چې واشنګټن کې یوې غونډې ته وینا کوله، وویل چې خپل دا لیدلوری چې افغانستان پوځي حل لار نه‎لري له ټرمپ سره به یې هم شریک کړي.

د هغه په وینا، د دې لپاره چې هغه کلونه مخکې ویلي وو چې د افغانستان جګړه پوځي حل لار نه‎لري، ځينو هغه ته طالب خان ویلي و.

هغه زیاته کړه:«تاسې څه غواړئ؟ چې له ټرمپ سره په خبرو کې ووایم، زه به وویاړم. اوس ټوله نړۍ وايي چې افغانستان پوځي حل لار نه‎لري.»

بلخوا ښاغلی خان زیاتوي چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ ښکارنده له‎منځه تللې او د لومړي ځل په دغو برخو کې ټاکنې شوې دي.

عمران خان د شنبې په ورځ په یوه درې ورځني رسمي سفر واشنګټن ته ولاړ او ټاکل شوې چې نن له ټرمپ سره وویني.

اخوا د رویټرز خبري اژانس لیکلي ټرمپ به د پاکستان په لومړي وزیر فشار راوړي څو په افغانستان کې د جګړې د پای او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې مرسته وکړي.

تېر کال، ټرمپ حکم وکړ څو د پاکستان په امنیتي برخو د دغه هېواد مرستې ودرول شي. هغه پاکستان ترهګرو ته د پناه پر ورکړې، درغو او دوکې ورکولو تورن کړی و، خو پاکستان بیا دا ټول رد کړل.

یوه امریکايي چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي:«له دغه سفر څخه موخه د افغان سولې بهیر کې د پاکستان د همکارۍ او په خپله خاوره کې د ترهګرو د ځپلو د هڅولو لپاره د امریکې فشار دی.»

هغه زیاته کړه امریکا غواړي پاکستان ته روښانه کړي چې دغه هېواد کولای شي له امریکا سره په هغه صورت کې خپلې اړیکې بیاورغوي چې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

خو افغان چارواکي په دې باور دي چې د سولې خبرې اترې په حساس پړاو کې دي او واشنګټن په افغانستان کې د دایمي اوربند او د افغان حکومت په ګډون د افغانانو ترمنځ خبرو اترو لپاره پر طالبانو د فشار راوړولو په هڅه کې دی.

شریک یي کړئ