د غزني ولایتي شورا نن(چهارشنبې د غويی۲۶مه) په دې ولایت کې د افغان ځواکونو او طالب وسلهوالو ترمنځ د نښتو خبر ورکوي.
د غزني د ولایتي شورا غړی، حسن رضا یوسفي وایي، طالبانو تېره شپه د غزني پر زنهخان او جغتو ولسوالیو بریدونه کړي دي.
د غزني د ولایتي شورا دغه غړی ادعا کوي چې په زنه خان ولسوالۍ کې د پولیسو په ګډون ۱۳ امنیتي سرتیري وژل شوي او په جغتو ولسوالۍ کې ۹ پولیس وژل شوي او ۲۵ نور تپیان شوي دي.
د غزني امنیه قومندان دغه خبر تایید وي خو وایي له تېرې شپې راهسې تراوسه د غزني په دغو دوو ولسوالیو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښتو کې طالبانو ته ډېر تلفات اوښتي دي.
د غزني د امنیه قومندان په خبره په زنه خان ولسوالۍ کې ۳ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي خو په جغتو ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
بل خوا د غزني د ولایتي شورا یو غړی د دغه ولایت امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ بولي او وایي، د دغه ولسوالۍ امنیه قومندان تازه پر دندې ګمارل شوی او تراوسه خپل کار یې نه دی پیل کړی.