د غزني ولایت په څو ولسوالۍو کې د افغان ځواکونو او طالب وسلهوالو ترمنځ د دې ولایت په څو ولسوالیو کې نښتې روانې دي.
د غزني ولایت سیمهييز چارواکي نن( شنبې د غويي۳۰مه) وايي چې تېره شپه په دهیک او واغظ ولسوالیو کې هغه مهال نښتې پیل شوې دي چې لسګونو طالبوسلهوالو پر دې ولسوالیو بریدونه کړي.
ویل کېږي چې د نښتو له پیل راهیسې څو د پولیسو پوستې او کلي د طالبانو لاستهلوېدلې دي.
طالبانو هم د واعظ ولسوالي له نسکورېدو خبر ورکړی، خو چارواکي دا خبر نه رد او نه یې هم تائیدوي.
په دې نښتو کې له مرګ ژوبلې هم تر اوسه راپور نشته.