یوه امنیتي سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې د طالبانو د نفوذي کسانو د برید په پایله کې د سیمه ییز پوځ ۲۳تنه وژل شوي دي.
دغه سرچینه همدارنګه وايي چې دغه برید تېره شپه (جمعه د لیندۍ په ۲۲مه) هغه مهال رامنځته شو چې د طالبانو اوو تنو نفوذي کسانو د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د سیمه ییزې اردو پر یوې اډې برید وکړ.
دغه سرچینه وايي چې دغه له خپلو وسلو سره تښتېدلي او طالبانو سره یوځای شوي دي.
خو د ملي دفاع وزارت ویاند فواد امان وايي چې په دغې پېښه کې د سیمه ییزې اردو ۹ تنه سرتېري وژل شوي دي.
بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغې پېښې پخلی کوي وايي چې په دغې برید کې یې د سیمه ییزې اردو ۳۲ سرتېري وژلي دي.