Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غزني کې د طالبانو ۴ مشرتابه غړي د ملي پوځ دبرید په ترځ کې وژل شوي

ملي دفاع وزارت وايي چې د ملي پوځ هوايي ځواکونو، په غزني کې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو یوه غونډه په نښه کړه چې په پایله کې یې د امیرخان متقي په ګډون د دغې ډلې څو تنه مشرتابه غړي ټپيان شوي دي.

د دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه برید د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ په لنګای کلي کې د طالبانو د دغو غړو پر غونډه شوی دی.

دفاع وزارت ویلي دي چې د طالبانو پخوانی وزیر ملا امیرخان متقي، ملا خلیفه او ملا شاه محمد د کوټې شورا غړي، د غزني لپاره د طالبانو تش په نامه والي ملا یوسف، او د پکتیا لپاره د طالبانو تش په نامه والي ملا سید الماس په دغې غونډه کې حضور درلود.

دغه وزارت ادعا کړې چې په دغه برید کې د طالبانو ۲۴ غړي وژل شوي او ۱۷ تنه نور یې ټپیان دي چې د لومړنیو رپوټونو پر بنسټ، ملا امیرخان متقي، ملاخلیفه، ملا شاه محمد او ملا یوسف په ټپيان کې شامل دي.

خو طالبانو د دې ادعا پخلی نه دی کړئ.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه برید د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ په لنګای کلي کې د طالبانو د دغو غړو پر غونډه شوی دی.

شریک یي کړئ