Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غزني کې د ناامنیو زیاتوالي له امله ددغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې

له غزني رارسېدلي رپوټونه وایي، تېره شپه د غزني ښار دننه، څنډو او شاوخوا کې درنې او سپکې ډزې اورېدل شوې دي.

د غزني اوسېدونکي هم وایي له دوه ورځو راهیسې په دغه ولایت کې مخابراتي شبکې یوازې د څو محدوده ساعتونو لپاره فعالې وي.

خلک ادعا کوي چې مخابراتي شبکو د طالبانو له ګواښ وروسته، فعالیت کم کړی، خو د غزني امنیه قومنداني وایي، د شبکو په فعالیت کې ځنډ او خنډ د تخنیکي ستونزو له کبله راپیدا شوی دی.

هغه تصویرونه چې د سه شنبې پر ورځ د غزني ښار د وضعیت په تړاو طلوع نیوز ته رسېدلي دي ښيي چې امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د ښار په واټونو کې خپل حضور زیات کړی دی.

د غزني د اوسېدونکو په وینا د دوشنبې پر شپه هم، د دغه ښار دننه او شاوخوا، د درنو او سپکو وسلو د ډزو شاهدې وې.

د غزني اوسېدونکی نعمت الله وايي:«نه پوهېږم چې ډزې د دولت له خوا دي؟ د طالب له خوا دي؟ د خلکو د دښمن له خوا دي؟»

د دغه ښار بل اوسېدونکی عبدالله هم وویل:«د خلکو په ذهن کې اندېښنه موجوده ده چې ګواکې بیا پر غزي برید کېږي.»

اخوا یو شمېر هغه هټۍ وال چې په غزني ښار کې دولتي ادارو ته نېږدې کارو بار کوي؛ ادعا کوي چې دولتي ځواکونو د هغه څه له امله چې په دغو برخو کې امنیتي ګواښونه بلل شوي دي؛ دوی د خپلو هټیو له پرانستلو منع کړي دي.

یو له دغو هټیوالو رحیم الله په دغه وضعیت نیوکه وکړه:«جګړه یې وکړه، د خلکو هټۍ وسوځېدې، ویجاړ شول او بالاخره یې پښې لوڅې کړې یوازې د هټۍ لپاره چې بې وزلي له هټیو وباسي، یوازې غواړي چې هټۍ یې وتړي.»

د غزني ولایت د ولایتي شورا یوه غړي چې د سه شنبه پر ورځ یې ځان کابل ته را رسولی دی؛ د غزني په ولسوالیو کې هم د ناړوه امنیتي وضعیت خبرې کوي.

د غزني د ولایتي شورا غړی خالقداد اکبري وايي:«د حکومت مامورین، پوځيان، وکیلان دوی هېڅ نه شي کولای د مرګ په لویه لاره تګ راتګ وکړي! هر څوک چې هر چېرته دی، پر ځمکه لوېدلی او پاتې دی له بده مرغه.»

له دې سره همهاله د غزني اوسېدونکي وایي چې له دوو ورځو راهیسې د دغه ولایت په مرکز کې هم د مخابراتي شبکو فعالیتونه د سهار له اوبو بجو تر لسو بجو پورې محدود شوي دي.

د غزني اوسېدونکی حیات الله مظفري وویل:«د هغوی (طالبانو) له خوا یې کوم اخطار اورېدلی چې دغو شرکتونو خپل کار بند کړی دی.»

د غزني بل اوسېدونکی عوض علي هم وايي:«زموږ ډېره اندېښنه هم له دې امله ده چې له خپل یوه خپلوان سره اړیکه نیولی نه شو.»

بل پلو د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی ګلزار خان وايي:« څلور میاشتې کېږي چې زموږ په ولسوالۍ کې نه مخابراتي شبکې کار کوي او نه هم نورې ارتباطي لارې دي او دې چارې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کړي.»

طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو د عزني امنیه قومندانۍ پر خپلې فېسبوک پاڼه د دغه ولایت په مرکز کې د مخابراتي شبکو د فعالیتونو محدودیت د تخنیکي ستونزو له امله بولي.

 خو په مخابراتي شبکو کې سرچینې تاییدوي چې په ځینو سیمو کې د طالبانو له ګواښ وروسته خپل فعالیتونه بندوي.

حقوق پوه وحید فرزه یي وايي:«حکومت د خلکو د امنیت په ټينګښت کې، د افغانستان د وګړو د وګړنیو حقوقو د ټینګښت په برخه کې خپل هېڅ ډول مکلیفت ترسره کړی نه دی او تراوسه هم نه شي کولای چې دغه مکلفیتونه ترسره کړي چې زه فکر کوم له دې امله د افغانستان د اساسي قانون یوه برخه یې تر پښو لاندې کړې ده.»

د طالبانو په لاس د غزني ښار د یو شمېر سیمو له پرځېدو او د دولتي ځواکونو له لوري د دغو سیمو له بېرته نیولو درې اوونۍ وروسته د غزني اوسېدونکي وایي چې د دغه ښار وضعیت پخواني هغه ته نه دی ستون شوی او دغه راز هغه ژمنې چې د حکومت له لوري په جکړه کې د ویجاړو شویو برخو د بیارغونې لپاره شوې وې نه دي عملي شوي.

د غزني د اوسېدونکو په وینا د دوشنبې پر شپه ددغه ښار دننه او شاوخوا ځينې سیمې د سپکو او درنو وسلو د ډزو شاهدې وې.

شریک یي کړئ