Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غزني کې د هوايي برید پایله کې د یوې کورنۍ ۱۶ غړي وژل شوي

اوس چې دننه د غزني په ښار کې جګړه درول شوې، د هرې ورځې په تېرېدو سره د هغه ناورین پټ اړخونه چې په دغه ښار کې رامنځته شوی روښانه کېږي.

د سرې میاشتې ټولنه وايي چې تراسه یې د ۲۵۰ تنو مړي د غزني ښار له واټونو راغونډ کړي دي، خو د غزني ښار ټولې برخې چاڼ شوي نه دي او شونې ده چې د مرګ ژوبلې شمېر زیات شي.

په سوېل لوېدیځه حوزه کې د سرې میاشتې ټولنې د سیمه‎ييز دفتر رییس سیمع الله صدیق وايي:«په ټول کې دوه سوه تر دوه سوه پنځوسو مړي د سرې میاشتې ټولنې لېږدول شوي. خو د مرګ ژوبلې شمېر له دې هم ډېر دی. د ښار په ځينو برخو کې په پوستو او شخصي کورونو کې تراوسه هم مړي پاتې دي.»

د غزني ښار د خوشال مینې په کلي کې یو سړی ادعا کوي چې د کورنۍ ۱۶ غړي یې د سې‎شنبې پر شپه په غزني ښار کې وژل شوي دي.

هغه ادعا لري چې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې د دې کورنۍ یوولس غړي او پنځه میلمانه وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه:«موږ ۱۶ تنه شهیدان ورکړي. ورووڼه مې، خوریونه مې او مېلمانه مې په کور کې وو او شهیدان شوي دي. دا څه ډول حکومت دی، د څه ډول خلکو ته خدمت دی؛ الوتکه د ورځې بم نه اچوي او د ورځې له خوا د خلکو پر کورونو اچوي.»

بلخوا د سیمې اوسېدونکي وايي د دې کورنۍ ۱۳ مړي موندل شوي او ۳ نور تراوسه ترخاورو لاندې دي.

د سیمې یو تن اوسېدونکی وايي:«د شپې الوتکې برید وکړ او د خلکو پر کورونو یې بمبارد وکړ. په دغو بریدونو کې طالبانو ته زیان نه دی رسېدلی او هغوی له سیمې تښتېدلي دي.»

خو د غزني والي په هوایي برید کې د دې کورنۍ د غړو له وژلو بې خبري څرګندوي.

د غزني والي وحیدالله کلیمزی څرګندوي:«په غزني کې چاڼیز عملیات ډېر له احتیاط سره په مخ ځي او د ولسمشر حکوم هم همدا دی چې له ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی وشي.»

طالبانو د جمعې په سهار پر غزني ښار ډله‎ییز برید پيل کړ او له څو ساعته جګړې وروسته یې د نوموړي ښار ډېرې برخې ونیولې، خو له څلورو ورځو وروسته افغان دولتي ځواکونو د دغو سیمو د بېرته نیولو خبر ورکړ.

که څه هم د ملګروملتو سازمان د غزني ښار د تېرو څو ورځو په جګړو کې د څه باندې سلو ملکي کسانو او سلو پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی خو د سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي تراوسه یې څه باندې ۲۵۰ مړي د غزني ښار له بېلابېلو برخو راټول کړي دي.

شریک یي کړئ