غزني ولایت امینتي چارواکي وايي د کابل ـ کندهار لویې لارې اوږدو په شهباز سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو برید د دغې ډلې د ۱۱وسلهوالو په وژل کېدو په شا وتمبول شو.
د غزني امنیه قومندان، محمدخالد وردک څرګندوي چې طالبانو تېره شپه(سېشنبې د لیندۍ په ۲۶مه نېټه) له څو خواوو د ملي اردو او ملي پولیسو پر پوستو بریدونه پیل کړل چې د هوايي ځواک په ملاتړ افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.
په دغو نښتو کې یوه افغان سرتېري ژوند له لاسه ورکړی او د لویې لارې د ټولي قومندان، میرویس اکرمي او دوه نور سرتېري برسېرن ټپیان شوي دي.
دغزني امنیه قومندان زیاتوي چې نښته کې د یاد شمېر طالبانو د وژل کېدو سربېره شپږ یې ټپیان شوي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.