Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'له طالبانو یو رنجر موټر او ۱۶ بورۍ چاودېدونکي توکي ضبط شوي'

د غزني پولیسو ویلي چې امنیتي ځواکونو په قره باغ ولسوالۍ کې د طالبانو اړوند یو رنجر موټر کې ۱۶ بورۍ چاودېدونکي مواد کشف او ضبط کړي.

د غزني امنیې قومندانۍ د رسنیو دفتر په خبر پاڼه کې راغلي چې یاد توکي نن سهار(دوشنبې د لړم په ۱۳مه نېټه) شاوخوا ۵ بجې د قره باغ ولسوالۍ په بشیر کلي کې د افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ترلاسه شوي دي.

خبرپاڼه وړاندې لیکلي:«د طالبانو په یوه مرکز د ملي پولیسو او ملي اردو ګډو عملیاتو کې یو رنجر موټر چې ۱۶ بورۍ چاودېدونکي مواد پکې وو او طالبانو غوښتل په ځانمرګو بریدونو کې ترې کار واخلي، کشف او ضبط دي.‎»

خبرپاڼه زیاتوي چې د عملیاتو په لړ کې طالبانو ته مرګژوبله هم اوښتې، خو د کره شمېرې په اړه یې څه ندي ویلي.

طالبان بیا دا ادعا نه مني.

د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې هم ویل شوي، خو کره شمېر یې نه دی څرګند کړی

شریک یي کړئ