Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غزني کې موټربم برید؛ ۷ پولیسو ژوند بایللی

د کورنیو چارو وزارت نن(یکشنبې د زمري په ۱۹مه نېټه) تاییدوي چې غزني ښار کې د عامه ساتنې پر قطعې موټر بم په ترڅ کې ۷ پولیسو ژوند بایللی او ۱۶ تنه نور ټپيان دي.

تېره شپه د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق ارین وویل چې پېښه تېر ماښام ۷:۴۵ د غزني ښار په کوتل روضه سیمه کې شوې او له چاودنې وروسته بریدګرو غوښتل چې قطعې ته د ننه شي، خو د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شوي او وژل شوي دي.

ښاغلي ارین زیاته کړې چې د برید موخه هم د عامه ساتنې قطعه وه.

په همدې حال کې یوه امنیتي سرچینه وايي چې د پېښې ټول ټپيان د چورلکې په مرسته کابل ته لېږدول شوي دي او د دریوو حالت نازک دی.

سرچینه وايي چې برید د یوه زغروال په مرسته ترسره شوی دی.

د برید مسوولیت چا نه دی منلی.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د برید موخه د غزني ښار په کوتل روضه سیمه کې د عامه ساتنې قطعه وه

شریک یي کړئ