د کورنیو چارو وزارت نن(یکشنبې د زمري په ۱۹مه نېټه) تاییدوي چې غزني ښار کې د عامه ساتنې پر قطعې موټر بم په ترڅ کې ۷ پولیسو ژوند بایللی او ۱۶ تنه نور ټپيان دي.
تېره شپه د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق ارین وویل چې پېښه تېر ماښام ۷:۴۵ د غزني ښار په کوتل روضه سیمه کې شوې او له چاودنې وروسته بریدګرو غوښتل چې قطعې ته د ننه شي، خو د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شوي او وژل شوي دي.
ښاغلي ارین زیاته کړې چې د برید موخه هم د عامه ساتنې قطعه وه.
په همدې حال کې یوه امنیتي سرچینه وايي چې د پېښې ټول ټپيان د چورلکې په مرسته کابل ته لېږدول شوي دي او د دریوو حالت نازک دی.
سرچینه وايي چې برید د یوه زغروال په مرسته ترسره شوی دی.
د برید مسوولیت چا نه دی منلی.