Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غزني کې پر څلورمه ورځ د نښتو دوام

د تازه راپورونو پربنسټ د غزني ښار په څو برخو کې لا هم پر څلورمه ورځ (دوشنبې د زمري۲۲مه) د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

همداراز د ولسمشر ویاند، هارون چخانسوري وايي چې ولسمشر غني د غزني حالاتو په اړه د دې ولایت له والي او پوځي چارواکو سره بېړنۍ ناسته درلوده چې د یاد ولایت حالات یې څېړلي دي.

دی زیاتوي چې په دې ناسته کې غزني ته د لا زیاتو مرستندویه ځواک د لیږلو پرېکړه شوې ده.

ښاغلی چخانسوري وايي چې ولسمشر غني همداراز د افغان ځواکونو سرښندنې او اتلولۍ په دې نښته کې ستایلې دي.

د غزني یو شمېر اوسیدونکي وایي چې حکومتي ځواکونو بالاحصار نیولی دی او له هغه ځایه یې بریدونه پیل کړي دي.

د دوی په خبره، طالبان د موی‎مبارک له سیمې په شاه تمبول شوي دي، خو د غزني د یو شمېر نورو اوسیدونکو په خبره بیا، د غزني ښار د نوآباد پنځمه حوزه طالبانو نیولې ده.

 د غزني دا اوسېدونکي زیاتوي چې طالبان اوسمهال د غزني ښار په بکاول، شهاده کلا او له نوآباد تر ګنج سیمو پورې شته دي.

په دې ولایت کې د طالبانو لخوا د تیلو یوه دولتي ټانک او د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفتر سوځېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

د غزني اوسېدونکي څرګندوي اوس مهال د امیرخان کلا په ځینو برخو او د غزني ښار په عمومي سړک کې کمانډو او ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

د یادولو ده چې په دې اړه مو د غزني له سیمه ییزو چارواکو نظر ترلاسه نشوای کړی.

په همدې حال کې د امریکا پوځ په غزني ښار کې پر طالبانو د پنځلسو بریدونو د ترسره کیدو خبر ورکوي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند اووډانیال په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلی دي چې افغان امنیتي ځواکونه په غزني کې پر عملیاتو بوخت دي او د نوموړي په وینا چې طالبانو له ملکي کسانو د سپر په توګه کار اخلي.

د امریکایي ځواکونو ویاند همداراز زیاتوي چې امریکایي ځواکونه له افغان امنیتي ځواکونو هوایي ملاتړ کوي او په تیرو دوو ورځو کې یې پنځلس بریدونه کړي دي.

د امریکایي ځواکونو ویاند په دې باور دی چې طالبان د غزني ښار د ساتلو توان نلري او د نورو سیمو په څیر به په غزني کې هم ماته وخوري.

غزني کې پر څلورمه ورځ د نښتو دوام

تېره اوونۍ جمعه سهار وخته طالبانو د غزني ولایت پر یو شمېر تاسیساتو بریدونه وکړل چې لا هم نښتې دوام لري

شریک یي کړئ