د غزني ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د چاودنې په پایله کې دوو ښځو ژوند له لاسه ورکړي او پنځه نورې ټپيانې دي.
دا چارواکي زیاتوي چې پېښه تېره ورځ(شنبې د سلواغې۱۴مه)په ګیلان ولسوالۍ کې هغه وخت شوې چې د ملکي کسانو موټر واټ ته څېرمه له یوه ځای پر ځای شوي ماین سره وربرابر شو.
د غزني د والي ویاند وایي زیاتوي د پيښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.
نوموړی زیاتوي چې په ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.