Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غزني په ده یک ولسوالۍ کې الوتکه غورځېدلې

د غزني ولایت ځايي چارواکو نن خبر ورکړ چې یوه الوتکه د ناڅرګندو دلایلو له مخې د غزني د دهیک ولسوالۍ په سدوزي کلي کې راغورځېدلې ده.

هغه تصویرونه چې طلوع نیوز ته رسېدلي د دې ښودنه کوي چې یوه امریکايي پوځي الوتکه چې د امریکا متحده ایالاتو مسافر وړونکو جېټ الوتکې ته ورته والی لري غورځېدلې ده.

تراوسه هېڅ رسمي سرچینې د دغو سرچینو او انځورونو پخلی نه دی کړی.

بلخوا تراوسه د دغې الوتکې د رالوېدو علت هم څرګند نه دی.

دغه خبر په کورنیو او بهرنیو رسنیو کې په پراخه توګه خپور شو او د یوې الوتکې د ټوټو عکسونه چې ګواکې په غزني کې د راغوځېدلې الوتکې ټوټې دي په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

په پېل کې داسې رپوټونه خپاره شول چې دا الوتکه په یوه کورني شرکت پورې اړوند ده.

بل خوا د هوايي چلند د خوندیتوب ویپاڼې رپوټ ورکړی دی؛ هغه الوتکه چې ویل کېږي په غزني کې راغورځېدلې ده، هغې ټرانسپورټي الوتکې ته ورته ده چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې ترې کار اخلي. 

هوایي چلند ادارې د دې پېښې په تړاو د رپوټونو له خپرېدو څو ساعته وروسته یوه اعلامیه خپره کړه؛ خو د دې ادارې هېڅ یو مسوول په دې تړاو  مرکې ته حاضر نه شو.

ورته مهال د ملکي هوايي چلند ادارې د هوايي ټرافیک د خدماتو د تنظیم رییس غلام محمد معصومي د دې پخلی کوي هغه الوتکه چې په غزني ولایت کې غورځېدلې ده په بهرنیو ځواکونو پورې تړاو لري.

هغه وايي چې دغه الوتکه له تخنیکي ستونزې سره مخ شوې وه، او د دغې ستونزې په اړه دغه مرکز ته رپوت ورکړل شوی و او غوښتل یې چې تر ټولو نږدې هوايي ډګر ته چې د پکتیکا په مرکز ښرنه کې دی، کېني، خو په دغې کار بریالۍ نه شوه.

هغه همدارنګه وايي چې دغه الوتکه د تخنیکي ستونزو له مخ کېدو وروسته سملاسي د هوايي ټرافیک د تخینکي خدمتونو د تنظیم له ادارې سره په اړیکه کې کېږي.  

د هوايي چلند د خوندیتوب ویپاڼې رپوټ ورکړی دی؛ هغه الوتکه چې ویل کېږي په غزني کې راغورځېدلې ده، هغې ټرانسپورټي الوتکې ته ورته ده چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې ترې کار اخلي

شریک یي کړئ