ولسمشر اشرف غني د بهرنیو اړیکو شورا په څېړنیز بنسټ کې وویل چې پاکستان او طالبان د افغانستان د جګړې د دوام او بېثابتۍ عامل دي.
غني وویل چې پاکستان په افغانستان کې د بې ثباتۍ عامل دی او همدارنګه طالبان په هېواد کې د جګړې د دوام مسوول دي. ښاغلي ګواښ وکړ چې طالبان نور وخت نهلري.
ولسمشر غني په افغانستان او سیمه کې د امریکا نوې تګلاره، د طالبانو د ځپلو لپاره مهم وبلله.
ولسمشر غني زیاته کړه:«د طالبانو د وخت نهلرلو دلیل، د هغو کارونو بڼه ده چې ترسره کړي یې دي او سترې ویجاړۍ یې رامنځته کړې دي. باید پوه شو چې د تاوتریخوالي په وړاندې د افغانستان صبر یوه اندازه لري.»
له بلخوا، د پاکستان لومړی وزیر وايي چې په افغانستان او سیمه کې د سولې او ټیګاو لپاره باید دوه کاره ترسره شي.
د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي څرګنده کړه:« لومړی دا، چې په افغانستان کې د داعش د لهمنځه وړو لپاره، په همغږۍ سره ګام اخیستل، دغه راز، د القاعدې او د پاکستاني طالبانو د تحریک او جماعت الاحرار ډلو په شمول د ترهګرو پر ضد ګام پورته کول، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لورې ترهګرې ډلې یادې شوې دي.
دویم دا چې د څلور اړخیزو یا درې اړخیزو بحثونو په اډانه کې د کابل او افغان طالبانو ترمنځ خبرې پیلول، چې په افغانستان کې یوه سولهییز حل لار وموندل شي.»
خو پاکستان تر اوسه، د افغانستان له لورې د سولې غوښتنې ته څه ځواب ویلی دی؟
افغان ولسمشر په ډاګه کړه:« موږ د دې جګړې مسوولیت نه لرو، بلکې مسوولیت یې د طالبانو دی. راځئ پوه شو، چې څوک له پوځي ځواک څخه د زیاتې ګټنې مسوولیت لري. ما پاکستان ته لاس وغځاو، خو غبرګون یې منفي وه، ځکه فکر یې کاوه، چې ګولی شي موږ وځپي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د سوېلي اسیا لپاره امریکا د نوې تګلارې پر بنسټ، د طالبانو پر وړاندې د امریکا کړنلاره بدله شوې، او ښايي د ډیورنډ کرښې ها غاړې ته د ترهګرو پر ضد د بې پیلوټه الوتکې بریدونه زیات شي.