ولسمشر غني نن دوشنبې( د کب۹مه) د افغان امنیتي ځواکونو ملي ورځې په لمانځغونډه کې وویل چې«افغانستان د هیڅ هېواد لپاره ګواښ نه دي»
ده زیاته کړه:«هغه کسان چې غواړي افغانستان د جګړې په ډګر بدل کړي، دا ارمان دې ګور ته یوسي.»
ښاغلي غني همداراز د هېواد د رغونې هیله څرګنده کړه او زیاته یې کړه:«راځئ چې لاسونه سره ورکړو او افغانستان په یوه هوسا او له ټیکاوه ډک هېواد بدل کړو.»
ولسمشر غني همداراز له ترهګرۍ سره د مبارزې او هېواد کې د امنیت تامین په برخه کې د افغان ځواکونو له زړهورتیا او سرښندنو مننه وکړه.
نوموړي همداراز زیاته کړه:«ستاسو له برکته په کندز کې مولوي سلام له خپلو وسلهوالو سره ووژل شو.»
ښاغلي غني څرګنده کړه چې ترهګر له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې ځواک نلري.
د یکشنبې پر ماښام د شمال ختیځ زون قومندان، لوی پاسوال شېرعزیز کامهوال وویل چې د افغان ځوکونو هوايي برید کې د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ په "زاړه نهر" کې د یاد ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي، مولوي سلام ووژل شو.
په دې برید کې د مولوي سلام سره د دشت ارچي او خان آباد ولسوالیو لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوالان، ډاکټر حسین قاري امین چې د خالد په نامه مشهور وه، له اتو نورو وسلهوالو سره وژل شوي دي.
ده زیاته کړه چې د ملا سلام د تره زوی هم په دې پېښه کې ټپي شوی دی.