Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: افغان حکومت هم د سولې خبرو لپاره خپل شرایط لري

ولسمشر غني د پنځو زرو طالب بندیانو د خوشې کولو غوښتنې په غبرګون کې وايي چې که د خبرو یو لوری خپلې غوښتنې او شرایط لري، موږ یې هم لرو.

نوموړي نن(سې‎شنبې د کب په ۱۳مه نېټه) ننګرهار کې د خبرو پرمهال وویل که طالبان د خپلو پنځو زرو بندیانو خوشې کولو غوښتتنه لري، موږ هم ترې پوښتو چې کله به دوی له پاکستانه وځي؟

که په سوله غږیږو نو باید چې یو لوری شرطونه ونه لري، که په د بندیانو په خوشې کولو باندې خبرو کوو، نو موږ هم خپل شرایط لرو.

نوموړي د ختیځو ولایتونو له استازو سره لیدنه کې د افغان ځواکونو پر وړاندې د طالبانو بریدونو پیل ته په اشارې وویل چې له بهرنیو سره سوله کوي، خو د افغانانو ژونې ته دوام ورکوي:«له خارجیانو سره یې منئ چې سوله کوو، نو بیا د جهاد معنا څه ده؟ د افغان وژنه جرم ده.»

ولې ته د ننګرهار د خلکو خوشالیو زه اړ کړم چې خپلې هڅې لا هم ګړندۍ کړو.

هغه ټینګار وکړ چې په ملي ګټو کې هېڅ ډول انعطاف نه کوي او د اساسي قانون په لار کې د درېدو پر ځای د هېواد خلکو ته بله لار نه ده پاتې.

ولسمشر غني زیاته کړه چې له طالبانو سره به د پردې ترشا هېڅ کومه معامله نه کوي او د دغې ډلې سره د خبرو لپاره یو پلاوی ځي، خو په کابل او ولایتونو کې د پلاوي واکونو ټاکلو لپاره ملاتړ شته.

د شنبې په ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک په دوحه کې لاسلیک شو چې ورته نیول شویو مراسمو کې د ۳۰ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازو ګډون کړی وو.

ټاکل شوې وه چې له هوکړې دولس ورځې وروسته د  طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ خبرې پیل شي، خو طالبان دا خبرې د افغان حکومت په بند کې د خپلو پنځو زرو بندیانو په خوشې کولو پورې مشروطې بولي.

په همدې حال کې ورلسمشر غني د یکشنبې په ورځ کابل کې خبري ناسته کې وویل چې له طالبانو سره د یاد شمېر بندیانو د خوشې کولو په تړاو هوکړه نه ده شوې.

ښاغلي غني د خپلو خبرو پرمهال وویل چې د افغانستان ښځې خپل "قانوني او شرعي" حقوق غواړي.

شریک یي کړئ