Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: اندونیزیا کې د دیني عالمانو ناسته طالبانو ته غوره موکه ده

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې نن(یک‎شنبې د غويی۲۲مه راغلي دي چې ولسمشر غني طالبانو ته په اندونیزیا کې د دیني علماو ناسته یوه غوره موکه بللې ده.

په دې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان حکومت د اسلامي دریځ، روښانتیا او دیني علماو پرېکړو ته درناوی کوي. 

وړاندې لیکل شوي دي چې ولسمشر غني د نړۍ نورو دیني عالمانو هم غوښتنه کړې تر څو د سولې ټینګښت په برخه کې خپله رغنده ونډه ولوبوي.

ده همداراز دا ډول د دیني علماو ناسته د افغانستانن او سیمې نښتو پای لپاره اړینې او ارزښتناکې بللې دي.

د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو، د جمعې په ورځ د اندونیزیا په بوګور ښار کې د افغانستان د جګړې په اړه د دغو علماوو د دریځ نیولو په منظور ګډه غونډه جوړه شوه.

دغو دیني علماوو، په یوې اعلامیه کې، په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره له هڅو ملاتړ وکړي او ټینګار یې وکړ چې تاوتریخوالی په اسلام کې ځای نه‎لري.

په دغې اعلامیه کې له طالبانو هم غوښتل شوي چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي او د دغه هېواد د سولې وړاندیز چې موده وړاندې د ولسمشر غني له خوا وړاندې شوی مثبت ځواب ورکړي:«موږ علما، د افغانستان د سولې له وړاندیزه چې په فبرورۍ میاشت کې اعلان شو، له هغه ستاینه او ملاتړ کوو.»
 
د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو، د جمعې په ورځ د اندونیزیا په بوګور ښار کې د افغانستان د جګړې په اړه د دغو علماوو د دریځ نیولو په منظور ګډه غونډه جوړه شوه

شریک یي کړئ