Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: تر پنځو ورځو به د سولې مرکچي پلاوي لپاره سراسري شورا جوړه شي

ولسمشر اسرف غني د سولې مرکچي پلاوي د ګومارلو لپاره تر راتلوونکو پنځو ورځو د سراسري شورا له جوړېدو خبر ورکوي.

ښاغلي غني زیاتوي چې د نړیوالو تجربو پر بنسټ که چېرې مرکچي پلاوی له اتو تنو زیات وي، ډېر شمېرپلاوي به رامنځته شي او اغېزه به یې کمه وي.

ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه وايي:«نړیوالې تجربه ښيي که چېرې پلاوی له اتو کسانو لوی وي، په منځ کې یې بېلابېل پلاوي رامنځته کېږي.»

ولسمشر غني زیاتوي تراوسه هم د خبرو لپاره د طالبانو پر ارادې باور نه لري.

خو اجراییه ریس عبدالله عبدالله پر هغه څه نیوکه کوي چې نوموړی یې د سولې پر بهیر د ارګ انحصار بولي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله څرګندوي:«دوحې ته د ولسمشرۍ ارګ له خوا د پلاوي استول، هغه هم د افغانستان له ټولو خلکو او د افغانستان د خلکو له استازو سره له مشورې پرته... ځينې مسلې وې چې د دې لامل شول د هېواد ځينې سیاسي مشران په هغو مراسمو کې ګډون ونه کړي.»

په هغو مراسمو کې چې د شنبې په ورځ (د کب په۱۰مه) په ارګ کې د کابل او واشنګټن د ګډې اعلامیې د اعلانولو لپاره جوړ شوي وو، په دغو مراسمو کې ځينو سیاسي شخصیتونه لکه حامدکرزي، ګلبدین حکمتیار، کریم خلیلي، محمد محقق او جنرال دوستم حاضر نه وو.

په دې لړ کې د ولسمشر یو ملاتړی او د افغانستان د اسلامي جمعیت اجراییه رییس عطامحمد نور د اختلافاتو په اړه خبرداری ورکوي او وایي د تېرونکي یا د مصالحې حکومت له جوړېدو پرته د طالبانو شریکېدل ناشوني دي.

د اسلامي جمعیت اجراییه رییس عطا محمد نور زیاتوي:«له شک پرته واک کې د طالبانو شریکېدل له یوه تېردونکي (عبوري) حکومت یا مصالحې یا د سولې یا لنډمهالي حکومت پرته شونې نه ده.»

خو ځينې نور سیاستوالان وایي دغه جنجالونه به د کورنیو او نړیوالو فشارونو په زیاتېدو سره ډېر ژر پای ته ورسېږي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا پخوانی رییس اکرم خپلواک وايي:«نړیوال او کورني فشارونه شته. زه ډاډه یم چې هم سیاستوالان او هم حکومت بالاخره یوې هوکړې ته به ورسېږي.»

تېره ورځ عباس ستانکزي وویل چې د سولې د هوکړې پربنسټ چې له امریکا سره یې لاسلیک کړې ده، ټاکل شوې د لسو ورځو په اوږدو کې - د افغانانو د خپل منځي خبرو اترو له پیل مخکې - د دغې ډلې پنځه زره بندیان د افغان حکومت له بندخونو ازاد کړل شي او همدارنګه زر تنه افغان امنیتي ځواکونه چې د طالبانو په بند کې دي ازاد کړل شي؛ خو ولسمشر غني نن وویل چې په دې اړه هېڅ ژمنه نشته.

 تمه کېږي چې په کابو لسو ورځو کې یوه اروپايي هېواد کې د افغانانو ترمنځ خبرې وشي.

شریک یي کړئ