Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: د امریکا د مرستو کمښت پر بنسټیزو برخو مستقیمه اغېزه نه کوي

ولسمشر غني افغانستان سره د امریکا متحده ایالاتو د یو میلیارد مرستو بندولو په‌غبرگون کې وایي چې د امریکا د مرستو بندول به د فغانستان پر بنسټیزو  برخو کومه اغېزه ونه کړي.

ښاغلي غني چې نن وروسته له غرمې(سې شنبې د وري په ۵مه نېټه) د یوه ویدیویي پيغام په ترڅ کې خبرې کولې وویل:«اوس تاسې ته ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ درکولی شو چې د امریکا متحده ایالاتو د مرستو کمښت به د افغانستان پر سکتوري او کلیدي برخو مستقیم اغېزه نلري او هڅه به وکړو چې دا خلا د بدیلو سرچینو په مرسته هواره کړو. زموږ لپاره د ملت د ځان ساتنه، د بیو ساتنه، د خدماتو عرضه او د دولت او جمهوریت دستګاه فعاله ساتل. په دې برخو کې به د خلکو پر ژوند کوم اغېزه ونه لري.»
 
غني زیاته کړې چې امریکا خپلې مرستې نه دي بندې کړې، بلکې مشرږطې کړې یې دي:«لکه څنګه چې د امریکا متحده ایالاتو اعلامیه کې راغلي، دغه هېواد خپلې مرستې نه دي بندې کړې، باکې مشروطې کړې یې دي. هڅه کوو چې د خبرو له لارې قناعت ورکړو.»

له دې سره ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو ره وزیر سره خبرې رغنده بللې دي:«د امریکا د بهرنیو چارو‌ وزیر سره زموږ بحثونه د سولې او افغان امنیتي ځواکونو پياوړي کولو په تړاو مثبته فضا کې ترسره شوې.»

غني وویل چې تېره ورځ یې له ښاغلي عبدالله سره لیدلي:«‏د نوي حکومت جوړول مې د پراخو مشورو په خاطر ځنډولي وو. غوښتل مې د خپلې ژمنې په اساس ډاکټر عبدالله ته د سولې بهیر کې اساسي برخه او د ټیم ملګرو ته یې په کابینه کې رول ورکړم، خو هغه د اساسي قانون پر تغیر ټینګار کوي.»

هغه زیاتوي دا غوښتنه د اساسي قانون خلاف ده.

غني څرګنده کړه چې:«‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه اوسئ افغانستان کې سمتي او ‌‌‌‌‌‌ډله ییز حکومتونه ناکام وو او دغو ناکامو تحروبو پسې نځو.»

 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپيو تېره ورځ د غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي په موخه کابل ته راغی او ورورسته یې اعلان وکړ چې له دواړو خواوو سره یې خبرې بې پایلې وې.

له دغه سفره وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په خپرولو سره وویل چې امریکا به، افغانستان سره یو میلیارد دالره مرسته وځن‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډوي.

امریکا هر کال له افغانستان سره نېږدې پنځه میلیارده ‌‌‌‌‌‌ډالره مرسته کوي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې یو میلیارد دالره نور به بل کال قطع کړي.

اشرف غني وايي چې امریکا خپلې یو مېلیارد ډالري مرستې مشروطې کړې دي.

شریک یي کړئ