Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: د بهرنیو ځواکونو وتل به پر هېواد منفي اغېزه ونه کړي

افغان ولسمشر او ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند محمد اشرف غني وايي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر به د هېواد پر وضعیت منفي اغېزه ونه کړي.

ښاغلي غني له طلوع نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې وروستۍ متن د افغان حکومت په واک کې ورکول کېږي او د هغه په اړه به سلامشوره وشي.

ښاغلي غني وویل چې طالبان د افغانستان برخلیک ټاکوونکي نه دي او د سولې په برخه کې هېڅ ډول پرمختګ نه شي کولای چې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې وځنډوي.

هغه وویل:«اوه میاشتې مخکې ما په هغه مکتوب کې چې ولسمشر ټرمپ ته مې استولی و، هغه کې مې د ځواکونو د کموالي غوښتنه کړې وه.»

په ورته وخت کې ولسمشر غني وايي که‎چېرې په ولسمشرۍ ټاکنو کې بریالی شو، بیا به اجراییه ریاست رامنځته نه کړي.

هغه په دغې مرکه کې همدارنګه وویل چې د سولې هوکړه یوازې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ به لاسلیک شي، د هغه په وینا، ځکه چې امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ مذاکرات حقوقي حیثیت نه لري.

ولسمشر غني وايي د افغانستان د سولې لپاره د زلمي خلیلزاد اټکل تل ناسم و. ښاغلی غني دا مني چې ډېر ژر به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پنځه اډې وتړل شي.

د هغه په باور د سولې په خبرو کې هر ډول پرمختګ به د ولسمشرۍ ټاکنو په ترسره کېدو کې د ځنډ لامل نه شي. 

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند محمد اشرف غني څرګندوي:«پنځه زره تنه زموږ په ژوند کې بنسټيز بدلون نه رامنځته کوي، بلخوا هغه شمېر چې پاتې کېږي، زموږ هوايي، کومانډوي، او همدارنګه زموږ ټول امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کولای شي او په ورته وخت کې د دې لامل کېږي، هغه اروپايي ځواکونه چې شتون لري، کولای شي د پرېکنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.»

ولسمشر غني د خپل حکومت په پنځه کلنه دوره کې قوم پالنه نه مني.

ولسمشر وايي د بري په صورت کې به یو ځل بیا د اجراییه ریاست څوکۍ ونه لري.

ښاغلی غني ټینګار کوي ترهغه چې د افغانانو ترمنځ د خبرو وخت روښانه نه شي، د حکومت د مرکچي پلاوي نوملړ به اعلان نه شي.

شریک یي کړئ