Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: د جرمي ډلو نیول او تعقیب باید د امنیتي بنسټونو لومړيتوب وي

ولسمشر غني وايي د ترور او انسان تښتوونکو او جرمي شبکو تعقیب او نیول باید د کابل ولایت د امنیتي بنسټونو په لومړیتوب کې وي.

ښاغلي غني نن(سې‎شنبې د غبرګولي په ۷مه نېټه) د کابل امنیتي حالت د ارزونې په موخه ناسته کې امنیتي بنسټونو ته سپارښتنه وکړه چې غیر قانوني وسله‎والې ډلې او د امنیت خبرابونکي دې ژر تر ژره ونیسي.

نوموړي همداراز امنیتي بنسټنو ته لارښونه کړې چې د نېکمرغه کوچني اختر په درشل کې دې کابل ښاریانو ته د بشپړ امنیت ډاډ ورکړي.

دا په داسې حال ده چې کابل ښار په دې وروستیو اوونیو کې د یو شمېر جنايي جرمونو د پېښو شاهد و.

یوازې په درېیو ورستیو ورځو کې د کابل ښار په بېلابیلو سیمو کې لس تنه وژل او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې (یکشنبې د غبرګولي په ۵مه نېټه) د کابل په کارتې سخې سیمه کې د یوې کورنۍ اووه غړي په خپل کور کې ووژل شول.

د وژل شوې کورنۍ خپلوان وايي یو شمېر وسله‎وال د شپې مهال کورته د ننه شوي او د دوو نارینهوو، دوو ماشومانو او درېیو ښځو په ګډون یې ۷تنه وژلي دي.

دوی همداراز وايي وژونکو لویان په ډزو او ماشومان ځندۍ کړې دي.

په دې پېښه کې دوه تنه ټپیان شوي وو.

د وژل شویو خپلوان وايي یوه وژل شوې ښځه امیندواره وه چې په نس کې یې ماشوم هم له منځه تللی دی.

یوازې په دریوو ورستیو ورځو کې د کابل ښار په بېلابیلو سیمو کې لس تنه ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

شریک یي کړئ