Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: د سولې بهیر د غیرافغاني کېدو اجازه نه ورکوو

ولسمشر خبرداری ورکوي چې د سولې د بهیر د غیر افغاني کېدو مخه به نیسي او نه غواړي چې دا بهیر غیر افغاني شي.

ښاغلي غني نن(دوشنبې د غويي په ۹مه نېټه) غني د سولې څلور ورځنۍ مشورتي جرګې د پرانیستې په مراسمو کې وویل:«زه غواړم چې د سولې بهیر افغاني وي، اجازه نه ورکوو چې دا بهیر غیر افغاني وي.»

ولسمشر غني وايي روانه جرګه کې به درې زره دوه سوه استازي به د مصالحې او خبرو اترو سیاست تدوین کړي:«کله چې د سولې د بهیر نوم اخلو، نو د دې بهیر حد او حدود تاسې ټاکی، دا بهیر له دې ځایه پیلیږي، له دې لویې جرګې پیلیږي.»

هغه همداراز د سولې په برخه کې د حکومت د هڅو په اړه وايي:« تېرو څلورو کالو کې مو د افغانستان د سولې لپاره ټول نړیوال شرایط چمتو کړل، ټولې پلمې او خنډونه مو له منځه یوړل، د افغانستان د جګړې په اړه مو د اسلامي نړۍ نظر بدل کړ.»

ولسمشر وړاندې وايي حکومت د سولې په هکله نوښت درلود، خو اوس ستاسو وار دی چې دغه نوښت ته لوری ورکړئ.

په همدې حال کې ولسمشر د سولې مشورتي جرګې د مشرۍ لپاره جهادي مشر، عبدالرسول سیاف وړاندیز کړ.هغه وویل:«زما له انده د سولې مشورتي جرګې د مشرۍ لپاره مناسب کس  جهادي شخصیت، عبدالرب رسول سیاف دی.»

ښاغلي سیاف په خپله وینا کې د ولسمشر له دې باوره مننه وکړه او همداراز یې زیاته کړه چې خلکو د مصالحې د عالي شورا د سرو کرښو په اړه اندېښنه درلوده چې ګواکي سولې ته د طالبانو د راتګ مخې ته خنډ جوړوي، خو دا سرې کرښې د سولې راوستو لپاره دي نه د طالبانو د راتګ مخنیوي لپاره.

د سولې مشورتي لویه جرګه نن په رسمي توګه پیل شوه او ټاکل شوې چې څلور ورځې به دوام وکړي.

jirga

ولسمشر غني وویل زه د ټاکنیز کمپاین لپاره دلته نه یم راغلی او که داسې وه، نو د جرګې نوم به لویه جرګه نه وو.

شریک یي کړئ